ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

​افغانستان کې کرونا ناروغۍ ۵۶ روغتیایي کارکوونکي مړه کړي او ۳۳۰۰ نور پرې اخته شوي

​افغانستان کې کرونا ناروغۍ ۵۶ روغتیایي کارکوونکي مړه کړي او ۳۳۰۰ نور پرې اخته شوي

author avatar
13 Jul 2020 - 12:10
​افغانستان کې کرونا ناروغۍ ۵۶ روغتیایي کارکوونکي مړه کړي او ۳۳۰۰ نور پرې اخته شوي
author avatar
13 Jul 2020 - 12:10

کابل (پژواک، ۲۳ چنګاښ ۹۹): د افغانستان د عامې روغتیا وزارت د معلوماتو له مخې، تر اوسه په هېواد کې ۵۶ روغتیایي کارکوونکي له کرونا مړه او شاوخوا ۳۳۰۰ نور پرې اخته شوي دي.

کرونا ویروس چې شاوخوا اووه میاشتې مخکې لومړی په چین کې خپور شو، په افغانستان کې یې لومړۍ پېښه د ۱۳۹۸ لمریز کال د کب په پنځمه نېټه په هرات ولایت کې ثبت شوه.

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت د معلوماتو له مخې، کرونا وبا د هېواد په ټولو ۳۴ ولایتونو کې خپره شوې او تر پرونه پورې په ټول هېواد کې ۳۴۴۵۱ کسان پر کرونا اخته او ۱۰۱۰ نور ترې مړه شوي وو.

سرچینې زیاته کړې چې تر اوسه په هېواد کې ۵۶ روغتیایي کارکوونکي له کرونا مړه شوي، دا د ټولو ناروغانو ۱۰ سلنه روغتیایي کارکوونکي دي چې شاوخوا ۳۳۰۰ تنه کېږي.

دغه وزارت وایي چې په ټول هېواد کې تر اوسه د ۷۹۷۳۲ کسانو ټسټونه شوي دي.

د عامې وزارت د معلوماتو له مخې، کابل، هرات، ننګرهار، بلخ، پکتیا، کندوز، تخار، بامیان او بغلان ولایتونه له کرونا څخه ډېر زیانمن شوي دي، خو نورستان، اروزګان او سرپل هغه ولایتونه دي چې پېښې په کې لږ ثبت شوې دي.

سرچینه زیاتوي چې تر ټولو زیات (۳۳۶) کسان په کابل کې له کرونا مړه شوي، دغه راز په هرات کې ۱۵۱، بلخ کې ۶۰، ننګرهار کې ۶۴، غزني ۳۵، کندهار او پکتیا کې ۳۳، ۳۳، خوست کې ۳۱، بغلان کې ۳۰ او تخار کې ۲۷ کسان مړه شوي دي.

نورستان هغه ولایت دی چې تر اوسه په کې له کرونا څخه هېڅ ناروغ نه دی مړ شوی.

د عامې روغتیا وزارت د معلوماتو له مخې، تر اوسه په ټول هېواد کې له کرونا څخه څه باندې ۲۱زره کسان بېرته روغ شوي چې شاوخوا ۶۰ سلنه ښیي.

یاد وزارت وایي، په افغانستان کې له کرونا مړي شوو تر ډېره له ۴۰ تر ۶۹ کلونو عمرونه درلودل، خو تراوسه چې پرې اخته شوي عمرونه یې له ۲۹ څخه تر ۴۹ کلونو پورې دي.

 

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.