ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د افغانستان د جګړې قربانیانو له طالبانو سره د روسیې د مرستو غندنه وکړه

د افغانستان د جګړې قربانیانو له طالبانو سره د روسیې د مرستو غندنه وکړه

author avatar
13 Jul 2020 - 15:38
د افغانستان د جګړې قربانیانو له طالبانو سره د روسیې د مرستو غندنه وکړه
author avatar
13 Jul 2020 - 15:38

کابل (پژواک، ۲۳ چنګاښ ۹۹): یو شمېر مدني فعالانو او د جګړې قربانیانو له طالبانو سره د روسیې د مرستو غندلو تر څنګ په هېواد کې روانه جګړه پردۍ او اقتصادي جګړه وبلله.

په دې وروستیو کې امریکایي رسنیو راپورونه ورکړي چې روسیې له وسله والو طالبانو سره د مالي مرستو ترڅنګ هغوی ته وسلې او مهمات هم ورکړي دي. خو روسیې او وسله والو طالبانو دا ادعاوې رد کړې دي.

يو شمېر مدني فعالانو او د جګړې قربانيانو د چنګاښ په ۲۲مه په کابل کې د يوې اعتراضيې غونډې پرمهال وويل چې په هېواد کې روانه جګړه د پرديو اقتصادي جګړه ده او په وروستيو کې د جګړې زياتوالی له طالبانو سره د روسيې د ملاتړ په مانا ده .

د سياسي چارو يوتن فعال ډاکتر عوض حسن ناصري وويل: ((هر هغه هېواد چې زموږ د هېواد په کورنيو چارو کې پرته له ډيپلوماتيکو اړيکو لاسوهنه کوي هغه زموږ دښمن دی.))

ده په هېواد کې د کورنۍ اجماع د جوړېدو په اړه په ټينګار سره وويل، حکومت ، سياسيون او ځوانان بايد لاس په کار شي او يوه کورنۍ اجماع  رامنځته کړي.

د نوموړي په وینا، هغه ګاونډي هېوادونه چې په افغانستان کې د خپلو ګټو خبرې کوي، نو هغوی دلته خپل استازي لري چې خپلو شخصي ګټو او د افغانستان د نابودۍ لپاره له هر څه تېر دي.

ناصري په هېواد کې روانه جګړه پردۍ او اقتصادي جګړه وبلله او ويې ويل، چې د دغې جګړې منځ کې بې ګناه افغانان وژل کیږي .

ده همداراز په امريکا غږ وکړ چې په افغانستان کې د دايمي سولې او پرمختګ لپاره کار وکړي.

د کابل د معلولينو شورا مرستيال بشير دهره وويل،  که څه هم افغانستان په تېرو ۴۲ کلونو کې په ميليونونو شهيدان او زخميان ورکړي بيا هم ځيني هېوادونه غواړي د افغانستان د سولې مذاکرات تخريب او له خنډ سره مخ کړي .

په ورته وخت کې د حقپرستو ځوانانو ټولنې مرستيال لطف الله مقصودي یادې اعتراضه غونډې ته وویل چې روسيه دې د سولې مذاکراتو په حساس وخت کې له طالبانو سره له مرستو لاس واخلي.

ده پر حکومت غږ وکړ، هر څنګه چې ژر کيږي له طالبانو سره دې بين الافغاني مذاکرات پيل کړي او هيڅ هېواد ته دې په افغان سوله کې د لاس وهلو اجازه نه ورکوي.

هغه زياته کړه، هر څومره چې د سولې مذاکرات ځنډيږي، د روسيې په ګډون يو شمېر نور هېوادونه له دې فرسته ناوړه ګټه اخلي او په افغانستان کې د جګړې د زياتوالي لامل کيږي .

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.