کابل (پژواک، ۲۳ چنګاښ ۹۹) : د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت وایي چې له هندوستان سره د واګه بندر به د افغان سوداګریزو توکو لپاره پرانیستل شي.
واګه د پاکستان د پنجاب ایالت د مرکز اړونده لاهور ښار ته نږدې د هند پنجاب ایالت سره په ګډه پوله موقعیت لري.
پخوا افغان توکي له دې لارې هندوستان ته صادر کېدل، خو له تېرې څه مودې راهیسې بند شوي وو.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت له خوا د چنګاښ په ۲۳مه، په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د چنګاښ له ۲۶مې څخه به پر یاد بندر افغان سوداګرو ته اجازه ورکول شي چې خپل توکي هندوستان ته صادر کړي.
سرچینې زیاته کړې، دغه کار یې د افغانستان د حکومت په غوښتنه کړی، خو د کرونا د مخنیوي وقایوي اقدامات به عملي کیږي.
په خبرپاڼه کې راغلي چې پاکستان د افغانستان د ترانزیټ په برخه کې د اسانتیاوو برابرولو په برخه کې خپلې ژمنې عملی کوي .
سرچینې زیاته کړې چې دوی له افغانستان سره ټولې هغه سوداګریزې لارې پرانیستې دي چې د کرونا له امله تړل شوې وې.
د یادونې ده چې پاکستان یواځې افغانستان ته اجازه ورکړې چې د واګه له لارې هندوستان ته سوداګری وکړي، هند ته اجازه نه ورکوي چې له دې لارې افغانستان ته صادرات وکړي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن