ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

انصاري : د ننګرهار هوایي ډګر د ګمبیري دښتې په ۲ سلنه ځمکه کې جوړیږي

انصاري : د ننګرهار هوایي ډګر د ګمبیري دښتې په ۲ سلنه ځمکه کې جوړیږي

author avatar
14 Jul 2020 - 17:50
انصاري : د ننګرهار هوایي ډګر د ګمبیري دښتې په ۲ سلنه ځمکه کې جوړیږي
author avatar
14 Jul 2020 - 17:50

جلال اباد (پژواک، ۲۴ چنګاښ ۹۹) :د ملکي هوایي چلند ادار وایي، ختیځ کې د ګمبیري ټوله دښته نږ‎دې ۳۰ زره هکتاره ده ، خو هوایي ډګر یواځې په ۶۰۰ هکتاره ځمکه کې جوړیږی چې د ټول ډاګ دوه سلنه تشکیلوي.

د ننګرهار د ملکي هوایي ډګرجوړولو د لومړي فاز د بنسټ ډبره د روان لمریز کال د چنګاښ په ۲۰مه، د کوز کونړ ولسوالۍ په ګمبیري ډاګ کې کېښودل شوه.

د ملکي هوايي چلند ادارې عمومي رییس قاسم وفي زاده هغه مهال ویلي و چې د دغه ملکي هوایي میدان په ټولو چارو به له ۳۶ څخه تر ۴۰ میلیونه امریکایي ډالرو پورې لګښت راشي چې په لومړي سر کې به یې د هوايي ډګر لومړنۍ چارې د۸۰ میلیونه افغانیو په لګښت ترسره او په دويم فاز کې به يې د رنوې، ټکسي وې، ترمینل او نورې چارې تر سره شي.

نوموړي زیاته کړه، که په کابل هوايي ډګر کې وضعيت سم نه وي؛ نو الوتکې په مزار او يا پېښور کې ناستې کوي؛ خو د دې هوايي ډګر په جوړېدو سره به د الوتکو مصئونيت خوندي او په دې برخه کې به ستونزه حل شي.

ددغه هوایي ډګر د لومړۍ برخې د کارتر پیل وروسته یو شمېر پخوانیو چارواکو، مدني فعالانو او د حالاتو څارونکو نیوکې وکړې چې د ګمبیر ډاګ د کرنې لپاره برابره و، او دا هوایي ډګر باید بل ځای جوړ شوی وای.

ځینو دا هم ویل چې د هېواد د لومړي ولسمشر سردارداوود خان په پلان کې وه چې له ګمبیري ډاګ څخه به کرنیزه ځمکه جوړوي، دغه راز دوی ویل چې جاپاني ډاکټر ناکامورا هم پلان درلود چې د ګمبیري دښته پر کرنیزه ځمکه بدله کړي او یوه برخه کار یې هم کړی و.

خو د ملکي هوایي چلند ادارې د پلان او پالیسۍ مرستیال امانزیب انصاري وایي چې په دې تړاو د ټولو هېوادوالو نیوکو او وړاندیزونو ته بشپړ درناوی لري او غواړي د هغوی اندېښنو او نیوکو ته یو څه ځواب وایي.

هغه د چنګاښ په ۲۴مه، پژواک خبري اژانس ته وویل چې د ملکي هوايي چلند ادارې د مسلکي ټیم او تخنيکي انجنيرانو د نظریاتو پر بنسټ په ۲۰۱۸ کال کې دننګرهار درې سیمې د هوایي ډګر لپاره مناسبې او وړ‎ وګنل شوې.

ده زیاته کړې، دغه سیمې د چپرهار ولسوالۍ د څلوزو دښته او ترڅنګ یی د هډې فارم، د روداتو ولسوالۍ د انزیري دښته او دکوز کونړ ولسوالۍ د ګمبیري دښته.

انصاري وایي، یادې سیمې یوې ایټالیوۍ کمپنۍ (ټیکنیټال) ته په ګوته شوې چې تخنیکي مطالعات (څېړ‎نې) یې ترسره کړي.

د څېړ‎نو پایلې:

امانزیب انصاري وايي، د چپرهار ولسوالۍ د څلوزو او ترڅنګ یی د فارم هډې په سیمه کې د ټولنیزو ستونزو له امله د ملکي هوایي چلند ادارې او یادې کمپنۍ ته د مطالعاتو ترسره کولو اجازه ورنه کړل شوه.

هغه زیاتوي، د روداتو ولسوالۍ د دښت انزیري سیمه د ډیورنډ فرضی کرښی سره نږې ده. په دغه سیمه کې د هوایي ډګر د نه جوړېدو ستر خنډ د سیمې جغرافیوي موقعیت ښودل شوی و، د تخنیکي او تخصصي مطالعاتو څخه وروسته دا جوته شوه چې الوتکې د ناستې او پورته کېدو پر وخت د ډیورندډ فرضي کرښې څخه پورې غاړې اوړي، چې په دې سرہ د نړیوالو معیارونو پر بنسټ هره الوتکه د ھوایي حریم مالیې ورکولو باندې مکلف کیږ‎ي.

د انصاري په وینا، دغه راز ددغه کار فضايي یا ھم ھوایي خوندیتوب او امنیتي ګواښ وېرہ هم موجوده وه.

د ملکي هوایي چلند ادارې مرستیال وایي، د ګمبیري ټوله دښته نږ‎دې ۳۰ زره هکتاره ده او د دغي ځمکې یوازې ۶ شپږ‎سوہ ھکتارہ یې د هوایي ډګر لپاره پکار ده، چې د لومړ‎نیو څېړ‎نو پر بنسټ همدا ځمکه عملي وښودل شوه او لا هم نور مطالعات جریان لری.

انصاری زیاته کړې، چې د مطالعاتو له پیل څخه لا وړ‎اندې د هوایي چلند ادارې د ننګرهار ولایت مقام او بیلابیلو ادارو او وزارتونو ته لکه، اطلاعاتو او فرهنګ وزارت، کانونو او پټرولیم وزارت، ترانسپورټ وزارت، ښاري پراختیا وزارت، مخابراتو او تکنالوجۍ وزارت، اراضي ریاست، چاپیریال ساتنې اداره، انرژۍ او اوبو وزارت، کلیو او پراختیا وزارت، زراعت او اوبو رسونې وزارت، ټولګټو چارو وزارت، د اوبو او کانالزاسیون عمومي ریاست او نورو ادارو ته رسماً مکاتیب ولېږ‎ل، ترڅو د ښې ھمغږ‎ۍ، اړ‎ین خبراوي او د اړوندو ادارو راتلونکو پلانونو او پروژو په اړه د یادې پروژې ښه تطبیق په موخه خپل نظریات په اړ‎وندہ برخه کې د ملکي ھوایي چلند ادارې له مسوولینو سرہ شریک کړي۰

دا چې د هوایي چلند سکتور کې په آیډیال حالت کې یوه پروژه څنګه غورہ کېږ‎ي او کومو ځانګړنو ته باید پاملرنه وشي، په دې اړه د ملکي هوایي چلند ادارې مرستیال انصاري وایي، چې له هرڅه دمخه د هوایي ډګر د پروژې په ستراتیژیکو څېړنو باندې غور کیږي.

هغه زیاته کړې چې د هوایي ډګر د پروژې پر مهال پر اقتصادي ارزښت، د بازار څېړنې، د چاپیریال څېړنه، د زیربنا فزیکي پلان ، د هوایي ډګر امنیت، ، سیمه ییز پلان ، نورو هوایي ډګرونو سره نږدې والی او داسې نور شاخصونه په نظر کې نیول کیږي.

انصاري وایي چې په ګمبیري دښته کې لا هم ۲۹۴۰۰ هکتاره ځمکه شته چی د نورو ملی پروژو د تطبیق امکان په کې موجود دی.

دی زیاتوي چې د ګمبیري دغه ۶۰۰ هکتاره ځمکه چې په کې هوایي ډګر جوړیږي، ددې ګټه به ډېره وي، که د کرنېزو حاصلاتو ګټه به یې ډېره وي.

د خلکو د نیوکو په ځواب کې د ننګرهار پخواني والي شاه محمود میاخېل هم په خپله فیسبوک پاڼه کې یو سپیناوی خپور کړی دی.

هغه ویلي، د هرې لويې پروژې د عملي کولو لپاره زیات وخت ته اړتیا وي. لس کاله کیږي چې د هوایي ډګر د جوړیدو خبرې روانې وې، په یو او بل نوم د مشرقي لپاره دا مهمه پروژه چې د کابل د هوایې ډګر متبادل هم دی، ځنډېدله.

میاخېل ویلي، ګمبیري لویه دښته ده او که په راتلونکې کې د کونړ سیند اوبه دې خواته څوک راولي، ډېره ځمکه شتون لري او هیڅ ممانعت نشته. نیمایي ځمکه خو له مخکې نه غصب شوې او دا نیمایې سیمه د غصب نه د میدان په جوړېدو وژغول شوه.

 

د نوموړي په وینا، د ګمبیري هوایي ډګر ډیزاین او سروې څوکاله ونیول او دوی صرف د عملې کولو ژمنه وکړه. دا چې کوم ځای تعيین شي او ډیزاین یې څنګه وي، دا د مسلکي انجنيرانو کار دی.

ده زیاته کړې : (( زما هیله له پوهو کسانو نه دا ده چې د لویو پروژو د ناکامولو په اړه د دښمن دسیسې درک، د ځمکې مافیا د غصب ارادې شنډې او د نورو اپرچونیستانو اجنډاوې له پلي کیدو وغورځوي.))

خو د ننګرهار پخواني والي ګلاب منګل چې دده وخت کې هم ددې هوایي ډګر د سروې کارونه ترسره شوي دي، په ګمبیري کې د هوایي ډګر له جوړولو سره مخالفت کړی دی.

هغه په فیسبوک کې لیکلي : (( د ننګرهار د ولسونو او د بیلابیلو اقشارو د پرله پسې غوښتنو په اساس د هوايي ډګر پروژه زما د کاري لومړیتوبونو څخه وه. ځکه چې د ننګرهار هوايي ډګر د کابل نړیوال هوايي ډګر متبادل کیدلای شي، کله کله په اضطراري حالاتو یا هم په کابل کې د هوا حالاتو د خرابوالي له امله کابل ته تر ټولو نږدې د ننګرهار هوایي ډګر څخه استفاده کېدای شي.))

منګل ویلي، د مقدماتي سروې لپاره کابل د ملکي هوايي چلند ادارې استازي له ځایي مسوولینو او وکیلانو سره سره مختلفو سیمو ته لاړو، چې په دې سیمو کې د روداتو ډاګ او د جلیزو دښته شامله وه او ټول تمرکز په همدې سیمو وو.

د هغه په وینا، د روداتو ډاګ ته یې ځکه ترجیح ورکوله چې هلته صنعتي پارکونه هم وو، چې صنعتي پارک د هوايي ډګر سره نږدې په راتلونکي اقتصادي انکشاف کې مهم رول لري، بل دا چې په روداتو کې د لمریزې انرژۍ لویه پروژه وه او هوايي ډګر اړین وو.

دا چې د ګمبیري دښته هغه مهال د هوایي ډګر لپاره ونه ټاکل شوه، ګلاب منګل وایي، د ګمبیري دښتې لپاره یوه بله مهمه، حیاتي او ملي پروژه په نظر کې وه، چې ددې پروژې له مخې د کونړ په سیند باندې د برېښنا بند جوړول و، چې د همدې بند یوه برخه اوبه به بېرته د کونړ سیند ته بهیږي، بله برخه به یې د یو لوی کانال په واسطه د ګمبیري دښته خړوبوي او یو څه اندازه اوبه به د درونټې بند د تقویې لپاره تویږي، چې له یوه پلوه د برېښنا بند جوړول مهم وو، له بل پلوه د ګمبیري دښتې زرغون کیدل او د درونټې بند تقویه کول اړین وو، تر څو په وچکالیو کې د اوبو د کمښت سره مخ نه شي.

دهغه په وینا، د کونړ سیند باندې د برېښنا بند جوړولو پروژه د سردار داوود خان د وخت پروژه وه، چې کارونه یې اوس له سره پیل شوي وو، ددې پروژې لپاره دوه ځلې له کابل څخه د اوبو او برېښنا وزارت فني پلاوی او انجنيران ننګرهار ته راغلل او پروژه یې منظوره هم کړه.

 

Views: 5

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.