ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

” د لوړو زده کړو وزارت د خصوصي پوهنتونونو د فارغینو اسناد ځنډوي”

” د لوړو زده کړو وزارت د خصوصي پوهنتونونو د فارغینو اسناد ځنډوي”

author avatar
14 Jul 2020 - 16:07
” د لوړو زده کړو وزارت د خصوصي پوهنتونونو د فارغینو اسناد ځنډوي”
author avatar
14 Jul 2020 - 16:07

جلال اباد (پژواک ۲۴ چنګاښ ۹۹): د خصوصي پوهنتونونو او لوړو زده کړو موسسو اتحاديه وايي چې د لوړو زده کړو وزارت له دوی سره د قانون خلاف چلند کوي او د محصلينو د فراغت اسناد يې ځنډوي.

دغه اداره وايي، سره له دې چې د اساسي قانون په لسمه ماده کې له خصوصي سکټور سره د مرستې او ملاتړ حکم شوی خو لوړو زده کړو وزارت له خصوصي پوهنتونونو او لوړو زده کړو خصوصي موسساتو سره د يو رقيب په څېر چلند کوي او جبهه يې نيولې ده.

دوی نيوکه کوي، سره له دې چې له وزارت څخه د لوړو زده کړو ډېر بوج دوی اخیستی خو هغوی يې په مقابل کې نه يوازې دا چې له دوی سره همکاري نه کوي، بلکې د دوی ستونزو ته رسېدنه نه کوي.

د خصوصي پوهنتونونو او لوړو زده کړو موسسو اتحاديې وياند محمد کريم ناصري له پژواک اژانس سره په يوې ځانګړې مرکه کې وویل چې د کرونا له امله د قرنطين وضع کېدو په ټول هېواد کې دغو ادارو ته ميليونونه افغانۍ مادي زيان اړولی او دا ګيله هم کوي چې وزارت داسې کوم سيستم نه درلود چې انلاين زده کړې په کې شوې وای.

هغه زیاته کړه، خصوصي لوړو زده کړو ادارو د خپلو محصلينو لپاره انلاين سيستم تر دولتي هغې مخکې او ښه جوړ کړی و چې اوس هم محصلينو ته زده کړې له همدې لارې ورکول کېږي.

هغه د قرنطين په موده کې د فيسونو اخیستو په اړه وويل: ((کله چې د قرنطين موده پيل شوه، ولسمشر په مشرۍ وزيرانو شورا پرېکړه وکړه چې ټول دولتي او خصوصي پوهنتونه دې له بديلو لارو استفاده وکړي او زده کړو زمينه دې برابره کړي. کله چې يو استاد صنف کې حاضر وي او شاګرد ته انلاين زده کړې ورکوي، پوهنتون دا زمينه برابره کړې؛ نو بيا خو فقط ټولګي ته حاضرېدل پاتې شو، موږ د زده کړو فيس مخکې هم اخیستی او اوس يې هم اخلو.))

ناصري هيله څرګنده کړه چې وزارت د حضوري زده کړو لپاره زمينه برابره کړې، موسسات به د روغتيا نړيوال سازمان ټول شرايط برابر کړي او محصلين به بېرته خپلو درسونو ته را وغواړي.

نوموړی زياتوي، د هوايي فارغانو ستونزه پخوا موجود وه چې اوس د اتحاديې له لوري له لوړو زده کړو وزارت سره په همکارۍ دا ستونزه حل شوې ده خو بيا هم د ځينو ستونزو موجوديت نه ردوي.

ناصري وويل، په داسې حال کې چې د لوړو زده کړو خصوصي موسسات او پوهنتونونه په کال کې ۸۰۰ ميليونه افغانۍ ماليه حکومت ته ورکوي خو لوړو زده کړو وزارت ورته د همکار نه، بلکې د يو رقيب په سترګه کوي.

د استادانو د علمي کچې ټیټوالي په اړه د يوې پوښتنې په ځواب کې دی وايي: ((دغه ستونزه اوس په نشت سره برابره ده، په لوړو زده کړو وزارت کې يو کمېسيون دی او لکه د دولتي پوهنتون هر استاد چې مقررېږي، نو هغوی يې بررسي کوي چې ماسټر نه وي، کدري نومرې ونه لري، تجربه ونه لري هغوی يې نه مني، تقريباً ۹۰ سلنه ماسټر او دوکتورا لرونکي استادان دي.))

د معلوماتو له مخې، په ټول هېواد کې ۱۴۱ پوهنتونونه او د لوړو زده کړو موسسې موجود دي چې په کې ۲۷۰ زره ښځينه او نارينه محصلين زده کړې کوي.

دغه راز په دې ادارو کې ۳۴زره کسانو ته د کار زمينه برابره شوې چې ۱۲زره يې علمي کادرونه او استاد او پاتې يې اداري کار کوونکي دي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.