ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

طالبان: امریکا د قطر دتړون له ځینو مواردو څخه سرغړونې کړې دي

طالبان: امریکا د قطر دتړون له ځینو مواردو څخه سرغړونې کړې دي

author avatar
14 Jul 2020 - 20:24
طالبان: امریکا د قطر دتړون له ځینو مواردو څخه سرغړونې کړې دي
author avatar
14 Jul 2020 - 20:24

کابل (پژواک، ۲۴ چنګاښ ۹۹ ) : طالبانو امریکا په ځینو مواردو کې د قطر له تړون څخه په سرغړونې تورن کړی او ویلي یې دي چې دوی دژمنو سره سم پر امریکایي ځواکونو هیڅ برید نه دی کړی.

د ۱۳۹۸ لمریز کال د کب په ۱۰مه، په قطر کې د امریکا او طالبانو ترمنځ په افغانستان کې د جګړې ختمولو تړون لاسلیک شو.

ددې تړون له مخې په راتلونکو ۱۳۵ ورځو کې به په افغانستان کې دامریکایي سرتیروشمیره ۸۶۰۰ ته راټیټیږي او امریکا به له پنځو پوځي اډو څخه ووځي.

دغه راز د تړون له لاسلیک وروسته افغان حکومت د طالبانو پنځه زره بندیان خوشې کوي او طالبان به د حکومت زر تنه بندیان خوشې کوي او د بندیانو تر خوشې کیدو وروسته به بین الافغاني مذاکرات پیلیږي.

اوس دادی له تړون څخه ۱۳۵ ورځې پوره شوې، امریکایي وایي چې دسرتیرو شمیره یې هم کمه کړې او له پنځو ولایتونو څخه یې هم سرتیري هم ویستلي دي.

وسله والو طالبانو د چنګاښ به ۲۴مه، دیوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې په دې موده کې امریکا هم د خپلو سرتیرو شمیره کمه کړې او هم له پنځو اډو څخه یې خپل سرتیري ویستي دي چې دوی یې هرکلی کوي.

خو طالبانو په دې موه کې د بندیانو د خلاصون د پروسې پر ځنډیدا د افسوس څرګنده کړې چې ددوی په وینا، له امله یې بین الافغاني مذاکرات او سرتاسري له ځنډ او خنډ سره مخامخ شوې ده.

په خبرپاڼه کې راغي چې تر اوسه پورې  د طالبانو د مشرانو د تور لست موضوع هم نه ده حل شوې چې د انديښنې وړ ده، چې باید جدي غور پرې وشي او عملي ګامونه پورته شي.

طالبانو ویلي، د توافقنامې له لاسلیک څخه را وروسته د طالبانو لخوا په بهرنیو ځواکونو بریدونه نه دي ثبت شوي چې له تړون سره د طالبانو ژمنتیا څرګندوي.

سرچینې زیاته کړې، سره له دې چي په توافقنامه کي وییل شوي چي د جنګ له ساحي د باندې به هر ډول نظامي حرکت بند وي خو له بده مرغه د امریکايي ځواکونو او داخلي ملاتړو لخوا یې په تیرو (۱۳۵) ورځو کې وخت په وخت په غیر جنګي سیمو کې بمبار شوي، د حکومتي ځواکونو د تعرض پر مهال یې ملاتړ شوی او د حکومت الوتکې دامریکایي ځواکونو د پیلوټانو لخوا الوځول شوي او بمبار یې کړی دی.

طالبانو ادعا کړې چې امریکايانو یواځې په تیرو لسو ورځو کې په لوګر، بادغیس، میدان وردګو، غزني، زابل، ارزګان، هلمند او کندهار کې پرلپسې ګڼ شمیر بې پیلوټه بریدونه او بمبارونه کړي او دوه ځله يې چاپې وهلې چې له توافقنامې څخه  سرغړونه او په لوی لاس غټو بریدونو ته د طالبانو پارونه کېدای شي.

په خبرپاڼه کې د سمنګانو ولایت د تیرې ورځې برید، همدا ډول په ځينو نورو برخو کې د جنګ شدت د کحکومت د پيل شوو عملیاتو، لکه د هلمند د سنګین د پيښې په څیر په ملکي خلکو د بریدونو او د امریکايي ځواکونو لخوا له توافقنامې څخه د سرغړونو په غبرګون کې شوي، چې عمل نه؛ بلکې عکس العمل ورته ویلی شي.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.