ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

لاريون کوونکي: د ملي اردو په ډزو کې ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې

لاريون کوونکي: د ملي اردو په ډزو کې ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې

author avatar
14 Jul 2020 - 16:04
لاريون کوونکي: د ملي اردو په ډزو کې ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې
author avatar
14 Jul 2020 - 16:04

غزني ښار (پژواک، ٢٤ چنګاښ ٩٩): په غزني کې لاريون کوونکي ادعا کوي چې د ملي اردو په ډزو کې درې ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې او له همدې امله يې د کابل-کندهار لويه لار هم د ترافيکو پرمخ تړلې وه.

د لاريون کوونکو له ډلې څخه شاه محمد پژواک خبري اژانس ته وويل چې نن له غرمې مخکې شاوخوا لس بجې د غزني ښار په شهباز سيمه کې د ملي اردو سرتېرو پر يوه ٣٠٣ ډوله موټر ډزې کړې دي.

هغه وايي: ((زه خپله په دې موټر کې وم، موږ له نيمروز څخه راغلي يو غوښتل مو چې کابل ته لاړ شو، خو کله چې دې سيمې ته ورسېدلو د ملي اردو سرتېرو ناڅاپي زموږ پر موټر ډزې وکړې.))

د نوموړي په وينا, د يادو ډزو له امله يو کس ځاى پرځاى وژل شوى او دوه تنه نور ټپيان شوي دي.

د تاج محمد په نوم يو بل لاريون کوونکي پژواک ته وويل چې وژل شوى کس د ده ملګرى دى او پرون له ايران نه هېواد ته راستانه شوي وو.

هغه وايي: ((څو کاله په مسافرۍ کې وو، اوس موږ غوښتل چې خپل کورونو ته لاړ شو خو د ملي اردو عسکرو مې ملګرى راته مړ کړ.))

يادو لاريون کوونکو د دغې پېښې عاملينو ته د سختې سزا غوښتنه وکړه او د دغه کار په غبرګون کې يې د دوه ساعتونو لپاره د کابل-کندهار لويه لار هم د ترافيکو پرمخ تړلې وه.

په دې اړه د غزني د والي وياند وحيدالله جمعه زاده پژواک ته وويل چې نن له غرمې مخکې په شهباز سيمه کې يو ملکي وګړى پر ډزو وژل شوى او دوه نور ټپيان شوي دي.

خو دى وايي، تر اوسه معلومه نه ده چې دغه کس د چا په ډزو کې وژل شوی خو په اړه يې پلټنې روانې دي.

جمعه زاده زياتوي که چېرې دغه کسان د ملي اردو د سرتېرو په ډزو کې وژل شوي او ټپیان وي، عاملينو ته به يې د قانون له مخې سزا ورکړل شي.

د يادونې ده چې شهباز د غزني ښار له نا امنو سيمو څخه دى چې ډېرى وخت په کې د حکومتي ځواکونو او وسله والو طالبانو ترمنځ نښتې رامنځته کيږي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.