کابل (پژواک، ۲۴ چنګاښ ۹۹) : د ملي امنیت لوی ریاست وایی چې خپل ټول ځواکونه یې د تیارسي په حالت کې راوستي او ډیر ژر به د سمنګان د برید غچ واخیستل شي.
پرون وسله والو طالبانو د یوه مزدا موټر په وسیله چې له چاودیدونکو توکو یې ډک کړی، د سمنګان ولایت به مرکز ایبک ښار کې د ملي امنیت ریاست مخې ته چاودنه ورکړه چې له امله یې ۱۱ تنه ووژل شول او تر ۶۰ زیات ټپیان شوي وو.
د ملي امنیت لوی ریاست لخوا دچنګاښ په ۲۴مه، په یوه خپره شوې خبرباڼه کې راغلي چې له وسله والو طالبانو سره د بهرنیو ترهګرو ملاتړ هم شته دی.
سرچینې زیاته کړې چې دوی دقطرتر تړون وروسته بار بار له هوکړې سرغړونې کړې او پر خلکو یې بریدونه زیات کړي دي.
د ملي امنیت لوی ریاست ویلي چې د سمنګان ولایت په پروني برید کې د ملکي وګړو، ښاروالۍ مامورینو ترڅنګ د ملي امنیت ریاست کارکوونکو ته هم مرګ ژوبله اوښتې ده.
په خبرباڼه کې راغلي، چې د ملي امنیت ریاست تر پروني برید وروسته د خپلو ځواکونو ټولې عملیاتي او جنګي قطعي تیارسي حالت ته اروستي دي او ډیر ژر به د طالبانو او ددوی بهرنیو ملاتړ وسله والو پر ضد عملیات پیل او غچ به واخیستل شي.
ملي امنیت زیاته کړې، چې طالبان سولې ته ژمن نه دي او د پخوا په پرتله یې خپل ډله ییز بریدونه ډیر کړي دي او دا بریدونه د القاعدې ډلې په همکارۍ ترسره کوي.
په خبرپاڼه کې راغلي، د ملي امنیت لوی ریاست ژمنه کوي چې په دغه پيښه کې به د خپلو وژل شویو همکارانو وینو ته درناوی کوي چې له هیواده ددفاع په موړخه یې ترسره کړي دي.
بلخوا وسله والو طالبانو په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې امریکایي ځواکونو د افغان حکومت سره په ګډه پر دوی او ملي وګړو بریدونه زیاته کړي چې د سمنګان برید یې د عکس العمل په توګه ترسره شوی دی.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن