ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

​لغمان کې شنې خونې؛ د خلکو اقتصادي وده او سبزیجاتو له اړخه د ځینو ولایتونو اړتیا پوره کېدل

​لغمان کې شنې خونې؛ د خلکو اقتصادي وده او سبزیجاتو له اړخه د ځینو ولایتونو اړتیا پوره کېدل

author avatar
14 Jul 2020 - 11:30
​لغمان کې شنې خونې؛ د خلکو اقتصادي وده او سبزیجاتو له اړخه د ځینو ولایتونو اړتیا پوره کېدل
author avatar
14 Jul 2020 - 11:30

مهترلام (پژواک، ۲۳ چنګاښ ۹۹): په لغمان ولایت کې د شنو خونو دودېدو نه یواځې د ځایي کروند ګرو او خلکو اقتصاد پیاوړی کړی، بلکې د کابل په ګډون د ګڼ شمېر ولایتونو د سبزیجاتو اړتیاوې یې هم پوره کړې دي.

د لغمان ډېری خلک په کرنه او مالدارۍ بوخت دي او له همدې لارې خپله نفقه برابروي، اوس په دغه ولایت کې د شنو خونو په ډېرېدو سره له یوې خوا د سبزیجاتو په برخه کې د خلکو اړتیاوې کمې شوې او له بله پلوه بیا ورسره د کروندګرو اقتصاد هم وده کړې ده.

د دغه ولایت د کرنې ریاست د معلوماتو له مخې، هلته اوس مهال په ټولیزه ډول ۲۱۵ غټې او وړې شنې خونې شته دي.

یادې ۲۱۵ شنې خونې د کرنې  وزارت او همکارو موسسو له خوا جوړې شوې چې په دې کې ۲۸ یې د کارډیف موسسې له خوا په ډېر منظم او عصري شکل ګټې اخیستنې ته سپارل شوې دي.

د لغمان د کرنې ریاست د کرنیزو چارو امر بریالی همدرد وایي، اوسمهال په لغمان کې شنو خونو د بې موسمه سبزیجاتو په برخه کې د خلکو اړتیاوې تر ډېره بریده پوره کړې او لا هم ورته کار روان دی.

هغه پژواک اژانس ته وویل چې د شنو خونو په برخه کې یې تر ډېره تمرکز پر مرکز مهترلام او قرغیو ولسوالۍ دی او هڅه یې روانه ده څو د لغمان په نورو ولسوالیو کې هم خلک دغه کار ته وهڅوي.

د قرغیو ولسوالۍ د باغدارۍ او مالدارۍ ملي پروژې، د باغدارۍ برخې مسوول انجنیر صحبت خان ابراهیمي پژواک ته وویل چې د لغمان د ډېرو برخو طبیعي شرایط د شنو خونو لپاره مناسب دي او په دغسې اقلیمي شرایطو کې په کار ده چې په یاده برخه کې نور کار هم وشي.

بلخوا بیا د شنو خونو درلودونکي خوښ دي او وايي چې د ورځني ژوند ټولې اړتیاوې یې له دغو خونو په بشپړ ډول پوره کېږي.

حکمتیار چې د لغمان مرکز مهترلام په شګۍ کلا سیمه کې شنه خونه لري، وايي چې په اوس وخت کې خپلې ټولې اړتیاوې له همدې شنې خونې پوره کوي.

هغه له پژواک سره په خبرو کې وویل چې شنې خونې یې پر څلور جریبه ځمکه جوړه کړې او شاوخوا دوه نیم میلیونه افغانۍ لګښت یې پرې کړی دی.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.