ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

​کورنیو چارو وزارت د ولسي جرګې د غړې حبیبه دانش زوی څارنوالۍ ته معرفي کړی

​کورنیو چارو وزارت د ولسي جرګې د غړې حبیبه دانش زوی څارنوالۍ ته معرفي کړی

author avatar
14 Jul 2020 - 14:19
​کورنیو چارو وزارت د ولسي جرګې د غړې حبیبه دانش زوی څارنوالۍ ته معرفي کړی
author avatar
14 Jul 2020 - 14:19

کابل (پژواک، ٢۴ چنګاښ ٩٩): د کورنیو چارو وزارت وايي، د ولسي جرګې د یوې غړې حبیبه دانش زوی زبیر چې مشهور په (عقاب تخار) دی نیولی دی.

په دې وروستیو کې د زبیر مشهور په (عقاب تخار) له خوا د کابل ښار په ځینو سیمو کې د غیر قانوني وسلو ګرځولو او ډزو له امله خلکو شکایتونه کړي وو.

دغه راز په ټولنيزو رسنيو کې د نوموړي هغه انځورونه هم لاس په لاس شول چې له ګڼو وسلو سره په يوه خونه کې لیدل کېږي.

د کورنیو چارو وزارت امنیتي معین عبدالصبور قانع نن سې شنبه په کابل کې خبریالانو ته ویلي چې نوموړی عدلي او قضايي ارګانونو ته معرفي شوی دی.

خو زبیر دانش پر خپل فېسبوک پاڼه پر ده لګول شوي تورونه بې اساسه بللي دي.

پژواک هڅه وکړه چې په دې اړه د حبیبه دانش او لویې څارنوالۍ نظر واخلي خو بریالی نه شو.

د کورنیو چارو وزارت امنیتي مرستیال همدارنګه  وویل چې دغه وزارت د کابل ښار د  بېلابېلو سیمو له مشرانو سره له امنیتي ځواکونو سره د مرستې په موخه ۶۴ تړونونه لاسلیک کړي چې له هغه وروسته په یادو سیمو کې هیڅ ډول پېښه نه ده رامنځته شوې.

هغه زیاته کړه چې کورنیو چارو وزارت د دغو سيمو د خلو په مرسته له یوې اوونۍ را په دخوا  ۲۰۰ کسان د بېلو جرمونو په تور نیولي دي چې په راتلونکو ۲۴ ساعتونو کې به یې د پېژندګولۍ په اړه له خلکو سره معلومات شریک کړي.

ده همدارنګه وویل چې له کابل ښار وروسته به دغه تړونونه د کابل په ولسوالیو او بیا په نورو ولایتونو کې هم پلي شي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.