ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

تېرو ٢٤ ساعتونو کې ١٣٥ کسان پر کرونا اخته او ٢٤ نور مړه شوي

تېرو ٢٤ ساعتونو کې ١٣٥ کسان پر کرونا اخته او ٢٤ نور مړه شوي

author avatar
14 Jul 2020 - 12:38
تېرو ٢٤ ساعتونو کې ١٣٥ کسان پر کرونا اخته او ٢٤ نور مړه شوي
author avatar
14 Jul 2020 - 12:38

کابل (پژواک، ٢٤ چنګاښ ٩٩): د عامې روغتيا وزارت وايي چې په تېرو ٢٤ ساعتونو کې د کرونا ١٣٥ مثبتې پېښـې ثبت شوي چې له دې سره پر کرونا ويروس د اخته کسانو شمېره ٣٤٧٤٠ ته لوړه شوه.

دغه څرګندونې په هغې خبرپاڼې کې شوي چې د چنګاښ په ٢٤ مه د عامې روغتيا وزارت له لوري پژواک خبري اژانس ته رالېږل شوې ده.

په خبرپاڼه کې راغلي چې په تېرو ٢٤ ساعتونو کې د هېواد په لابراتوارونو کې د کرونا ويروس ٦٣٧ شکمنې پېښې ازمايل شوي چې ١٣٥ يې مثبتې دي.

سرچينه وايي چې د يادو پېښو په ثبتېدو سره په هېواد کې پر کرونا ويروس د اخته کسانو شمېره ٣٤٧٤٠ ته لوړه شوه.

د عامې روغتيا وزارت د معلوماتو له مخې، په تازه ثبت شويو پېښو کې ٥١ په کابل، ٣٧ په هرات، ١٦ په غور، نهه په بلخ، نهه په لوګر، څلور په کندوز، درې په بغلان، درې په لغمان، دوه په تخار او يوه هم په کونړ کې دي.

خبرپاڼه کې زياته شوې چې په تېرو ٢٤ ساعتونو کې ١٧٤ کسان له کرونا ناروغۍ څخه بېرته روغ شوي چې له دې سره په هېواد کې له کرونا ويروس څخه د بېرته روغ شويو کسانو شمېره ٢١٤٥٤ ته لوړه شوه.

د عامې روغتيا وزارت وايي چې په تېرو ٢٤ ساعتونو کې ٢٤ کسان د کرونا ويروس له امله مړه شوي چې له دې ويروس څخه د ټولو مړو شويو کسانو شمېر ١٠٦٢ ته ورسېد.

د عامې روغتيا وزارت له خلکو غوښتنه کړې چې د کرونا ويروس د مخنيوي په موخه د دغه وزارت لارښوونې عملي کړي.

د يادونې ده چې په دې وروستيو کې په افغانستان کې د کرونا ويروس پېښې مخ په کمېدو دي او د عامې روغتيا وزارت هم دغه خبره تاييد کړې ده.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.