د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

غږيزه څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

د کابل د سروبي چاودنه کې ۱۶ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده

د کابل د سروبي چاودنه کې ۱۶ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده

Jul 14, 2020 - 15:18

کابل (پژواک، ۲۴ چنګاښ ٩٩): د کابل د سروبي ولسوالۍ په جګدلک سیمه کې د ماین چاودنې له امله د یوې کورنۍ پنځه کسان وژل شوي او ۱۱ نور کسان ټپیان  شوي دي.

د سروبي ولسوال ګوهرالرحمن بابري د چنګاښ په۲۴مه پژواک خبري اژانس ته وویل چې دغه پېښه نن له غرمې مخکې شاوخوا ۱۱ بجې د جګدلک سيمې په انارګي کلي کې  رامنځته شوه.

د هغه د معلوماتو له مخې چې په پېښه کې د ماشومانو او ښځو په ګډون پنځه کسان وژل شوي او یوولس نور ټپیان دي چې ډېر په کې ماشومان دي.

ده زیاته کړه: «پېښه هغه مهال را منځته شوه چې یاد کسان په یو سراچه موټر کې د سروبي بازار ته پر لاره وو چې  د سړک پر سر پر خښ شوي ماین ور برابر شول.»

د عزیز الله په نوم د سیمې یوه اوسېدونکي پژواک ته وویل، دغه ملکي وګړي بازار ته تلل چې پرې چاودنه وشوه.

هغه زیاته کړه چې یو شمېر ټپیان د کابل ایمرجنسي روغتون ته ولېږدول شول او پاټې نور د سروبي په روغتون کې تر درملنې لاندې دي.

د راپورونو له مخې، د امنیتي ځواکونو او طالبانو ترمنځ د سروبې ولسوالۍ په جګدلک سيمه کې له اوو ورځو را په دېخوا سخته جګړه روانه ده او طالبانو شاوخوا د دې سيمې ۳۵ کسان برمته نیولي دي.

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement

Etisalat Get more data, Etisalat Afghanistan