د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

غږيزه څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

د کندوز اوسېدونکي: د ښاروالۍ له خدمتونو خوښ نه يو

د کندوز اوسېدونکي: د ښاروالۍ له خدمتونو خوښ نه يو

Jul 14, 2020 - 12:42

کندوز ښار (پژواک، ٢٤ چنګاښ ٩٩): د کندوز اوسېدونکي، ولايتي شورا او د مدني ټولنو ځينې غړي په دغه ولايت کې د ښاروالۍ پر خدمتونو نيوکه کوي او وايي چې د ښار پاکوالي ته اړينه پاملرنه نه کوي.

د اړوندې موضوع په اړه د چنګاښ په ٢٤مه د کندوز ښار اوسېدونکي نظر محمد پژواک ته وويل چې هرکال د صفايي په نوم ښاروالۍ ته ټکس ورکوي، خو دغه اداره د ښار د پاکوالي په برخه کې هیڅ ډول خدمات نه وړاندې کوي.

ده زياته کړه: "هرکال د صفايي ټکس ورکوم، خو دوکان ته مې نږدې کثافات پراته دي تر اوسه يې يوه ورځ د وړلو لپاره نه دي راغلي.))

دغه راز د کندوز ښار بل اوسېدونکى فيروز وايي چې په ښار کې ډېره بې نظمي ده، ډېرى سړکونه له لاس پلورونکو، کراچيو او غرفو ډک دي.

نوموړى وايي: ((ښاروالۍ بايد د غرفو او لاس پلورونکو لپاره ځاى مشخص کړي، ټول ښار ترې ډک دى، په سړک کې موټر خو څه کوې د انسان د تېرېدو لپاره هم په اسانه لار نه پيدا کيږي.))

په ورته وخت کې د کندوز ښار د څلورمې ناحيې اوسېدونکي حکيم خان پژواک ته وويل: ((ښاروالۍ د کثافاتو لپاره ځاى نه دى مشخص کړى، هر کور يې د سړک پر غاړه غورځوي، د کثافاتو له لاسه د ښار وضعيت بېخي بد دى.))

همدارنګه کندوز کې د مدني ټولنو د همغږۍ دفتر رييس عنايت الله خليق هم وويل چې ښاروالي د ښار د پاکولو ترڅنګ د نورو برخو لپاره هم منظم پلان نه لري.

دى وايي: ((که د ښار د پاکوالي لپاره اړينه پاملرنه ونه شي خلک به پر يوې نوې ناروغۍ اخته شي.))

دغه راز د کندوز ولايتي شورا غړي توريال کاکړ هم پژواک ته وويل چې د ښار د پاکوالي مسئله دوى څو ځلې له اړوندو چارواکو سره شريکه کړې ده.

کاکړ زياتوي: ((خلک د صفايي ټکس ورکوي او دا د ښاروالۍ مسووليت دى چې ښار پاک کړي، خو په دغه برخه کې يې پاملرنه ډېره کمه ده.))

د کندوز ښار يو شمېر نورو اوسېدونکو هم ورته څرګندونې وکړې او ويې ويل که چيرې ښاروالي اړينه پاملرنه ونه کړي دوى به په مدني حرکتونو لاس پورې کړي.

خو بل لورته کندوز ښاروالۍ بيا د ښار په پاکولو کې د خلکو رول ډېر مهم بولي.

د کندوز سرپرست ښاروال احمد ذکي عظيمي پژواک ته وويل چې ښاروالۍ د ښار د پاکوالي لپاره پوره امکانات او اړين وسايل په واک کې نه لري.

هغه زياته کړه: ((هم زموږ د تنظيف کارکوونکي کم دي، هم د کثافاتو د انتقال لپاره پوره موټر نه لرو، په داسې حال کې چې د کثافاتو توليد بيخي ډېر دى او دا به يواځې مشکل وي چې ښاروالۍ وکولاى شي ښار پاک کړي.))

خو نوموړي ژمنه وکړه چې د ښار د پاکوالي لپاره به تر پخوا خپلې هڅې ډېرې ګړندۍ کړي.

عظيمي دا هم وويل چې د ښار د منځ لاس پلورونکو، کراچيو او غرفو لپاره به ډېر ژر يو مشخص ځاى تعين کړي.

د ياودنې ده چې د کندوز ترڅنګ په پلازمېنې کابل کې هم خلک د ښاروالۍ له خدمتونو خوښ نه دي او وايي چې ورځ تر بلې د ښار په سړکونو کې د کثافاتو حجم مخ پر ډېرېدو دى.

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement

Etisalat Get more data, Etisalat Afghanistan