ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په کندهار کې یو امریکایي سرتېری مړ شوی

په کندهار کې یو امریکایي سرتېری مړ شوی

author avatar
14 Jul 2020 - 14:29
په کندهار کې یو امریکایي سرتېری مړ شوی
author avatar
14 Jul 2020 - 14:29

کابل (پژواک، ۲۴ چنګاښ ۹۹): د امریکا دفاع وزارت اعلان کړی چې په افغانستان کې یې یو سرتېری په غیر نظامي پېښه کې مړ شوی دی.

ددغه وزارت له خوا د چنګاښ په ۲۴مه، په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې دغه ۲۴ کلن سرتېری د یکشنبې په ورځ په کندهار ولایت کې مړ شوی دی.

سرچینې په دې اړه نور معلومات نه دي ورکړي، خو زیاته کړې یې ده چې د پېښې د څرنګوالي په اړه پلټنې پیل شوې دي.

په خبرپاڼه کې راغلي چې یاد سرتېري په افغانستان کې له ترهګرۍ سره په روانه مبارزه کې د امریکا په ځواکونو کې دنده ترسره کړې او یو مډال یې هم ترلاسه کړی و.

د یادونې ده چې څه موده مخکې په فراه ولایت کې هم یو امریکایي سرتېری په یوه غیر نظامي پېښه کې مړ شوی و.

څلورمیاشتې مخکې په قطر کې د امریکا او طالبانو ترمنځ تر تړون وروسته په افغانستان کې پر امریکایي ځواکونو هیڅ ډ‌ول برید نه دی شوی.

د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد ویلي چې په یاده موده کې تراوسه هیڅ امریکایي سرتېری په افغانستان کې نه دی وژل شوی.

خو په غیر نظامي او ترافیکي پېښو کې یې یو شمېر سرتېرو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

 

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.