د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

غږيزه څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

​تورخم ګمرک کې د چارو د روڼوالي په موخه ډيجيټلي تله ولګول شوه

​تورخم ګمرک کې د چارو د روڼوالي په موخه ډيجيټلي تله ولګول شوه

Jul 14, 2020 - 16:39

جلال اباد (پژواک ۲۴ چنګاښ ۹۹): د ننګرهار تورخم ګمرک مدیریت کې د چارو د شفافيت په موخه ډیجیټلي تله جوړه او فعالیت يې پیل کړ.

مسوولين هيله من دي چې د دې تلې په لګېدو سره به د ګمرک عوايد لوړ او د فساد مخه به ونیول شي.

په همدې موخه د چنګاښ په ۲۴مه تورخم ښارګوټي کې د پرانيستې مراسم نیول شوي وو چې د ننګرهار پر چارواکو سربېره د ماليې وزير او يو شمېر نور مسوولين هم ورغلي وو.

د ننګرهار ګمرک رييس نصرالله صاحبزاده پژواک اژانس ته وویل، له دې مخکې په تورخم ښارګوټي کې ډیجیتل کامرې فعال کړې وې او نن د ډیجیټل تلې په پرانیستلو سره به عواید زیات او د فساد کچه تر ډېره ښکته شي.

هغه زیاته کړه، د کرونا ویروس له امله په تېرو درېیو میاشتو کې یواځې ۶زره موټر محصول شوي چې د تېرو درېیو میاشتو په پرتله یواځې شل سلنه پوره کوي، خو هیله یې وښوده که د کوزې پښتونخوا له مسوولینو سره یې د موټر چلوونکو بدلولو ستونزه هواره شي،هره ورځ به تر نهه سوو پورې بار وړونکي موټر تګ راتګ وکړي او له امله به د دواړه لوري عواید لوړ شي.

د ماليې سرپرست وزیر عبدالهادي ارغندیوال وویل، په اتلسو کلونو کې تورخم کې مثبت تغيیرات نه دي رامنځته شوي او ډاډ یې ورکړ چې د شاوخوا شل میلیونه امریکایي ډالرو په پانګونې سره به په تورخم کې نوی ښارګوتی جوړ کړيچې ټول تاسیسات او اسانتیاوې به ولري.

هغه زیاته کړه، د یاد ښارګوټي د نقشې چارې بشپړې شوې او ژر به یې د کابینېله منظورۍ وروسته عملي چارې پیل کړي.

دغه راز یې ژمنه وکړه چې په ټولو ولایتونو کې به د سکنر،ترازو او نورې ګمرکي چارې ترسره کړي،څو عواید په شفاف ډول د حکومت خزانې ته ولاړ شي.

نوموړي دغه راز ډاډ ورکړ چې د سوداګرو ستونزو د حل په موخه به له مرکز او نورو هېوادونو سره هم همغږي زیاته کړيڅو عواید تر پخوا هر وخت په شفاف ډول لوړ شي.

د ننګرهار سرپرست والي تمیم عارف مومند د مالیې له سرپرست وزیر څخه مننه وکړه چې د فساد د مخنیوي او عوایدو لوړېدو په موخه یې ډیجیټل تله فعاله کړه.

هغه زیاته کړه،تورخم ښارګوټی د هېواد د اقتصاد شرقي دروازې په نوم یادېږي او وړاندیز یې وکړ چې د ولسمشر د ژمنې له مخې په تورخم ښارګوټي کې د شته ۵۴۰ جریبه ځمکې تخنیکي چارو په بشپړېدو سره دې دغه ښارګوټي ته انکشاف ورکړل شي.

د ولایتي شورا غړي اسرارلله مراد بیا وړاندیز وکړ چې د لومړیو تجربو او قانون بشپړ تطبیق ترڅنګ دغه ولایت ته پاملرنه هم زیاته شي،کوزې پښتونخوا او پاکستان کې بند پاتې موټرو ته دې د همغږۍ له مخې د راتګ زمینه برابره شي او سوداګرو ستونزو ته دې حل لارې وموندل شي.

د سوداګرو په استازیتوب ډاکتر مخلص د عوایدو زیاتوالي، فساد د مخنیوي، سوداګرو ته د سهولتونو برابرېدو او یو شمېر نورو برخو کې د شته ستونزو د هواري په برخه کې د مالیې وزیر ته خپل وړاندیزونه وکړل.

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement

Etisalat Get more data, Etisalat Afghanistan