د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

غږيزه څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

​لغمان کې شنې خونې؛ د خلکو اقتصادي وده او سبزیجاتو له اړخه د ځینو ولایتونو اړتیا پوره کېدل

​لغمان کې شنې خونې؛ د خلکو اقتصادي وده او سبزیجاتو له اړخه د ځینو ولایتونو اړتیا پوره کېدل

Jul 14, 2020 - 11:30

مهترلام (پژواک، ۲۳ چنګاښ ۹۹): په لغمان ولایت کې د شنو خونو دودېدو نه یواځې د ځایي کروند ګرو او خلکو اقتصاد پیاوړی کړی، بلکې د کابل په ګډون د ګڼ شمېر ولایتونو د سبزیجاتو اړتیاوې یې هم پوره کړې دي.

د لغمان ډېری خلک په کرنه او مالدارۍ بوخت دي او له همدې لارې خپله نفقه برابروي، اوس په دغه ولایت کې د شنو خونو په ډېرېدو سره له یوې خوا د سبزیجاتو په برخه کې د خلکو اړتیاوې کمې شوې او له بله پلوه بیا ورسره د کروندګرو اقتصاد هم وده کړې ده.

د دغه ولایت د کرنې ریاست د معلوماتو له مخې، هلته اوس مهال په ټولیزه ډول ۲۱۵ غټې او وړې شنې خونې شته دي.

یادې ۲۱۵ شنې خونې د کرنې  وزارت او همکارو موسسو له خوا جوړې شوې چې په دې کې ۲۸ یې د کارډیف موسسې له خوا په ډېر منظم او عصري شکل ګټې اخیستنې ته سپارل شوې دي.

د لغمان د کرنې ریاست د کرنیزو چارو امر بریالی همدرد وایي، اوسمهال په لغمان کې شنو خونو د بې موسمه سبزیجاتو په برخه کې د خلکو اړتیاوې تر ډېره بریده پوره کړې او لا هم ورته کار روان دی.

هغه پژواک اژانس ته وویل چې د شنو خونو په برخه کې یې تر ډېره تمرکز پر مرکز مهترلام او قرغیو ولسوالۍ دی او هڅه یې روانه ده څو د لغمان په نورو ولسوالیو کې هم خلک دغه کار ته وهڅوي.

د قرغیو ولسوالۍ د باغدارۍ او مالدارۍ ملي پروژې، د باغدارۍ برخې مسوول انجنیر صحبت خان ابراهیمي پژواک ته وویل چې د لغمان د ډېرو برخو طبیعي شرایط د شنو خونو لپاره مناسب دي او په دغسې اقلیمي شرایطو کې په کار ده چې په یاده برخه کې نور کار هم وشي.

بلخوا بیا د شنو خونو درلودونکي خوښ دي او وايي چې د ورځني ژوند ټولې اړتیاوې یې له دغو خونو په بشپړ ډول پوره کېږي.

حکمتیار چې د لغمان مرکز مهترلام په شګۍ کلا سیمه کې شنه خونه لري، وايي چې په اوس وخت کې خپلې ټولې اړتیاوې له همدې شنې خونې پوره کوي.

هغه له پژواک سره په خبرو کې وویل چې شنې خونې یې پر څلور جریبه ځمکه جوړه کړې او شاوخوا دوه نیم میلیونه افغانۍ لګښت یې پرې کړی دی.

د نوموړي په وینا، هر کال له دغو شنو خونو څخه یو نیم میلیون افغانۍ ګټه ترلاسه کوي.

محمد فرید یو له هغو کروند ګرو دی چې په قرغیو ولسوالۍ کې په خپله دوه جریبه ځمکه کې لس شنې خونې جوړې کړې دي.

هغه پژواک اژانس ته وویل چې پر هرې خونې یې څلور زره ډالر لګښت کړی او په ټولیزه توګه یې د ۴۰زره ډالرو پانګونه کړې د او په بېلابېلو وختونو کې لس کسان ورسره کار کوي.

د فرید په وینا، په دغو شنو خونو کې د بادرنګو، رومیانو، بینډیو سربېره یو شمېر بوټي لکه مالټې او نارنج هم کرلي دي.

ده زیاته کړه چې د سبزیجاتو حاصلات لغمان کونړ، ننګرهار او کابل ته لېږي.

د هغه په وینا، که څه هم سږ کال یې حاصلات ښه وو، خو د کرونا له امله یې بازار خراب شوی و، خو بیا یې هم یو میلیون افغانۍ عاید درلود.

د ولي محمد په نوم د قرغیو ولسوالۍ یوه اوسېدونکي پژواک ته وویل چې په دوه نیم جریبه ځمکه یې شنې خونې جوړې کړې دي.

د لغمان د چهارده سیمې یوه بل اوسېدونکي هم په دوه نیم جریبه ساحه کې شنې خونې جوړې کړې چې ۳۰ سلنه لګښت یې دوی او ۶۰ سلنه یې د کارډیف په نوم یوې موسسې کړی دی.

د هغه په وینا چې دوی په شخصي لګښت په دوه جریبه جلا ځمکه کې سړه خونه جوړه کړې چې په کې یې مالټې، لیمو، کېنو او نور ایښي او په حاصل راغلي دي.

ده زیاته کړه چې به تېرو درېیو کلونو کې یې تر یو میلیون ډېر عایدات درلودل چې د ختیځو ولایتونو ترڅنګ یې کابل او هرات ته هم لېږلي دي.

مدني فعالان که څه هم په لغمان کې د شنو خونو دودېدو ته خوښ دي خو وايي چې په دې برخه کې د عصري پوهې نه شتون به د شنو خونو پر مؤثریت منفي تاثیر ولري.

مدني فعال جاوېد مسرور پژواک ته وویل چې شنې خونې د بې موسمه سبزیجاتو او د کروندګرو د اقتصادي ودې لپاره یوه تر ټولو غوره لاره ده، خو دلته ستونزه دا ده چې ګڼ شمېر کروندګرو د شنو خونو په هکله عصري پوهه نه لري او په عنعنوي شکل دوی دغه چاره مخ ته وړي.

نوموړي د کرنې له ریاسته وغوښتل چې کروندګرو ته په دې برخه کې هم مارکېټ برابر کړي او هم ورته د شنو خونو په اړه روزنیز ورکشاپونه په لاره واچوي.

بلخوا د کرنې ریاست هم مني، چې د شنو خونو په برخه کې دومره عصري پوهه نشته او دوی پلان لري چې د کروندګرو  یاده ستونزه له منځه یوسي.

د لغمان د کرنې ریاست د کرنیزو چارو امر بریالي همدرد پژواک ته وویل، یو شمېر کروندګرو ته یې په دې برخه کې پوهاوی ورکړی او هڅه روانه ده چې په دې برخه کې ډېر کار وشي.

نوموړي زیاته کړه چې د کروندګرو اتحادیو له لارې به د دوی مسلکي او فني کسان کروندګرو ته روزنیز پروګرامونه جوړ کړي څو هلته په عصري توګه کرنیز فعالیتونه ترسره شي.

لغمان د هېواد په ختیځه څنډه کې پروت هغه ولایت دی چې د ډېرو اوبو، او ښیرازه سیمو په درلودوو سره یې د هېواد په ولایتونو کې ځان ته د سمسور او شین لغمان لقب هم ګټلی دی.

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement

Etisalat Get more data, Etisalat Afghanistan