ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د کانکور ازموینه راتلونکې یکشنبه پیلیږي

د کانکور ازموینه راتلونکې یکشنبه پیلیږي

author avatar
15 Jul 2020 - 17:56
د کانکور ازموینه راتلونکې یکشنبه پیلیږي
author avatar
15 Jul 2020 - 17:56

 کابل(پژواک،۲۵ چنګاښ ۹۹): د ازموينو ملي اداره وايي چې د ۱۳۹۹ کال د کانکور ازموینه به د هېواد په  ۳۳ ولایتونو کې د څلور پړاوونو په ترڅ کې د یکشنبې په ورځ د چنګاښ په ۲۹مه نېټه، پیل شي.   

د يادې ادارې سرپرست رئیس عبدالقدیر خموش، چې د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو په مرکز کې یې د یوه خبري کنفرانس پرمهال خبرې کولې، وويل ، د کانکور ازموینې لومړی پړاو، چې د ارزګان، بادغیس، پکتیکا، پنجشېر، دایکنډي، زابل، سرپل، سمنګان، غور، فراه، کندوز، کندهار، کونړ، لوګر، نورستان، نیمروز او میدان وردګو ولایتونه په کې شامل دي، د یکشنبې په ورځ د چنګاښ په ۲۹مه نېټه، پیلېږي .  

خموش زياته کړه، د کانکور ازموینې دویم پړاو چې د لوی اختر په څلورمه ورځ به پیل شي، د هلمند، غزني، پکتیا، خوست، کاپیسا، بامیانو، لغمان او هرات ولایتونه په کې شامل دي.

دهغه په وینا، همدا راز د کانکور ازموینې درېیم پړاو، چې له لوی اختره، ۷ ورځې وروسته پیلېږي، د فاریاب، جوزجان، بلخ، پروان او بغلان ولایتونه په کې شامل دي او د کانکور ازموینې څلورم پړاو به، د څلور حوزو په ګډون، په ننګرهار، تخار او بدخشان ولایتونو کې واخیستل شي.   

نوموړي وويل، له احتمالي پلان سره سم، د هېواد په ۳۳ ولایتونو کې د کانکور ازموینو د اخیستنې بهیر به د زمري (اسد) میاشتې تر وروستۍ نېټې پورې بشپړ شي او کابل ولایت کې د کانکور ازموینه،د وږي (سنبلې) له لومړۍ نېټې څخه په ۶ یا ۷ پړاوونو کې تنظیمېږي. خموش ډاډ ورکړ چې د کانکور په سږنۍ ازموینه کې د کرونا ویروس خپرېدو مخنیوي په موخه، ټولې اړینې روغتیایي سپارښتنې په پام کې نیول شوي او ازموینې په داسې ډول تنظیم شوي، چې په ولایتونو کې د بایومټریک کولو او ازموینو اخیستلو د ورځو وخت، د تېر کال د ازموینو وخت، دوه برابره وي.   

دی وايي، چې په ولایتونو کې د کانکور ډېری ازموینې به په ازاده فضا کې واخیستل شي او د کانکور پر داوطلبانو د ماسک کارونه حتمي ده.   

دده په وينا ، د کرونا ویروس خپرېدو مخنیوي په موخه؛ د پوهنتونونو اړوند څانګو، پوهنځیو او ډیپارټمنټونو کودونه، مخکې تر مخکې د ازموینو ملي ادارې پر فېسبوک او رسمي پاڼه خپاره شوي او داوطلبان کولای شي چې له وړاندې د خپلو څانګو کودونه تر لاسه کړي او د ازموینې په ورځ ګټه ور څخه واخلي.

 په ورته وخت کې د ازموینو ملي ادارې د عملیاتي او تخنیکي چارو لوی رییس، یما امان، په یاد خبري کنفرانس کې په ډاګه کړه، چې د کانکور د ۲۱۰ زره داوطلبانو له ډلې څخه  څه باندې ۶۶ زره تنه، د لوړو زده کړو دولتي موسسو، نېږدې ۶ زره تنه د نیمه لوړو زده کړو موسسو فارغان به پوهنتونونو ته، څه باندې ۹ زره تنه د پوهنتونونو د شپې څانګو ته، څه باندې ۱۹ زره د مدرسو فارغان به پوهنتونونو او څه باندې ۴۳ زره تنه به دولتي انسټیټیوټونو ته جذب شي، چې د ۱۳۹۹ کال داوطلبانو ټولیز جذب به شاوخوا ۱۴۶ زره او ۹۲۲ تنه وي.  

د ازموینو ملي ادارې، په سږني کانکور کې د ګډون کوونکو شمېر، شاوخوا ۲۱۰ زره تنه، اټکل کړی دی.  

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.