اسد اباد (پژواک،۲۵ چنګاښ ۹۹): د کونړ د سرکاڼو او مرورې ولسواليو پر سرحدي پوستو باندې پاکستاني ځواکونو بریدونه کړي او اوس هم جګړه روانه ده.
د کونړ د امنيې قوماندانۍ ویاند فرید دهقان د چنګاښ په ۲۵مه پژواک اژانس ته وویل، دغه بریدونه د سرکاڼو ولسوالۍ په نواپاس کنډو، ناوې سیمې او دغه راز د مرورې ولسوالۍ غاښي کنډو پر پوستو باندې روان دي.
هغه زياته کړه، نښته نن له غرمې وروسته شاوخوا دوه بجې پيل شوې ده.
هغه وايي، پاکستان طرف په لویو توپونو د سرحدي ځواکونو پوستې ولي چې تر اوسه یې له امله د اوښتې مرګ ژوبلې معلومات نشته.
فرید دهقان وايي، حکومت هم د پاکستان له ډزو وروسته باالمثل عمل کړی دی.
هغه وايي، له دغو مرمیو یې درې د کونړ په مرکز اسعداباد کې هم لګېدلې دي.
د سرکاڼو ولسوالۍ قومي مشر ملک خان باچا پژواک ته وویل، شاوخوا دوه بجې پاکستاني ځواکونو د دې ولسوالۍ په ناوه پاس کنډو او ناوې سیمو کې پر حکومتي پوستو د درنو وسلو بریدونه کړي چې وروسته د دواړو لورو ترمنځ نښته پیل او اوس هم روانه ده.
دی وايي، تر لرو سیمو د پاکستان له لوري راویشتل کېدونکي توپونه لګېږي خو تر اوسه یې د مرګ ژوبلې په اړه معلومات نه لري.
پاکستانۍ غاړې تر اوسه په دې اړه خپل نظر نه دی ورکړی.
د يادولو ده، همدا اوونۍ پاکستاني پوځیانو د ننګرهار ولایت دوربابا ولسوالۍ څڅوبي کې یوه دروازه جوړه کړې چې د ولسي وګړو غبرګون یې پارولی دی.
د کونړ د والي وياند عبدالغني مصمم پژواک ته وويل، نن یوه بجه پاکستاني نظامیانو له لوري د ناواپاس سیمې په صفري نقاطو کې د غیرې قانوني خوځښتونو ترڅنګ د فرضي کرښې دې غاړې ته مرمۍ راتوغول شوي، چې افغان ځواکونو متقابل ځواب ورکړی.
هغه زياته کړه د پاکستاني نظامیانو په بریدونو کې دوه تنه ملکي وګړي ټپیان او یو وژل شوی دی. د هغه په وينا مرګ ژوبله د مرکز اسد اباد ښار اړوند تبه کوټ سيمه کې په يو کور د مرمۍ غورځېدو له امله رامنځته شوې ده.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن