پل علم (پژواک، ٢٥ چنګاښ ٩٩): د لوګر سلګونو اوسېدونکو چې ښځې هم په کې وې، د يوه لاريون په ترڅ کې له ګاونډيو هېوادونو، په ځانګړي ډول له روسيې غوښتنه وکړه چې نور دې د افغانستان په چارو کې لاسوهنه بنده کړي.
څه موده مخکې امريکايي رسنيو د دغه هېواد د چارواکو له قوله ويلي وو چې روسيه په افغانستان کې طالبانو ته وسلې ورکوي او له دې ډلې ملاتړ کوي.
د يادې مسئلې په غبرګون کې د لوګر سلګونو اوسېدونکو نن د دغه ولايت په مرکز پل علم کې لاريون وکړ.
لاریونوالو پر افغان دولت او وسله والو طالبانو هم غږ وکړ چې نور دې جګړه بس کړي او د ګاونډیو په لمسون او بېځایه لاسوهنو دې له هېواد ورانولو لاس واخلي او ژر تر ژره دې په خپلو کې بین الافغاني خبرې پیل کړي.
د یاد لاریون یوه ګډونوال احسان الله نورزي له پژواک سره په خبرو کې له نړیوالې ټولنې وغوښتل چې له روسیې سره دې خپلې اړیکې پرې کړي او د افغانستان په کورنیو چاروکې دې د دغه هېواد د ښکاره لاسوهنو په مخنیوي کې مرسته وکړي.
نورزي وویل، دا چې د سولې خبرې حساس پړاو ته رسېدلې دي، د سیمې یو شمېر هېوادونه، په ځانګړي ډول روسیه نه غواړي چې په افغانستان کې تلپاتې سوله او ثبات رامنځته شي.
ده وويل: ((نو په کار ده چې افغانان په دې حساس پړاو کې خپل غږ اوچت کړي او شر اچوونکو لاس وهنو پر وړاندې نور چوپه خوله پاته نه شي.))
دغه راز د لاريون يوې ګډونوالې نوريې پژواک ته وويل چې روسيه او ځيني نور هېوادونه د افغانستان په چارو کې لاسوهنه او له وسله والو ډلو ښکاره ملاتړ کوي.
دې وويل: ((امنيتي ځواکونه په کراتو داسې وسلې تر لاسه کړي چې د روسيې او نورو ګاونډيو هېوادونو جوړ وو له دې نور څه بل ثبوت پکار دى چې دغه هېوادونه د افغانستان په چارو کې لاسوهنې کوي.))
د لاريون يو شمېر نورو ګډنوالو هم ورته څرګندونې وکړې او له دغه هېواده يې د نه لاسوهنې غوښتنه وکړه.
يادو لاریونوالو یو اته ماده ییز پرېکړه لیک هم صادر کړ.
په پرېکړه ليک کې له روسیې او نورو ګاوڼدیو هېوادونو څخه غوښتل شوي وو، څو د افغانستان په کورنیو چارو کې لاسوهنه بنده کړي او پرېږدي چې افغانان نور په خپلو کې سره جوړ راشي او بین الافغاني خبرې دې د ناکامۍ پر لور نه بیایي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن