ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ولسمشرغني د افغانستان او المان ترمنځ د اړیکو په پراختیا ټینګار وکړ

ولسمشرغني د افغانستان او المان ترمنځ د اړیکو په پراختیا ټینګار وکړ

author avatar
15 Jul 2020 - 17:58
ولسمشرغني د افغانستان او المان ترمنځ د اړیکو په پراختیا ټینګار وکړ
author avatar
15 Jul 2020 - 17:58

کابل (پژواک، ۲۵ چنګاښ ۹۹): ولسمشر محمد اشرف غني نن ماسپښین په افغانستان کې د المان د نوي سفیر اکسل زیډلر باور لیک ومانه.

له ارګ څخه په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، د باورلیک د سپارلو په مراسمو کې چې په ارګ کې ترسره شول، جمهوررئیس غني د المان سفیر ته د مبارکۍ او په نوي ماموریت کې د بریالیتوب هیلې څرګندولو ترڅنګ، د افغانستان او المان ترمنځ د اړیکو په لا زیاتې پراختیا ټینګار وکړ.

د المان نوي سفیر اکسل زیډلر وویل، په افغانستان کې د خپل ماموریت پر مهال به د دواړو هېوادونو ترمنځ د مناسباتو او همکاریو د پیاوړتیا په برخه کې هڅې وکړي.

د یادونې ده چې د بهرنیو چارو وزارت څخه هم په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې نن د چنګاښ په ۲۵مه د ياد وزارت سرپرست وزير محمد حنيف اتمر په کابل کې د المان له نوي سفیر سره وليدل او  هغه د دې لېدنې په ترڅ کې د خپل باورلیک یوه کاپي د بهرنیو چارو وزارت سرپرست ته وسپارله.

خبرپاڼه کې زیاته شوې چې د بهرنیو چارو وزارت سرپرست د المان سفیر ته د ښه راغلاست ویلو او چارو کی د بریالیتوب د هیلی کولو په ترڅ کې، د دواړو هېوادونو ترمنځ د همکاریو د پراخېدو په اړه ډاډ ورکړ او هیله یې څرګنده کړه چې د سفیر د کار په پیلېدو سره به د دواړو هېوادو ترمنځ اړیکې لا زیاتې پراختیا ومومي.

همداراز اتمر د دواړو هېوادونو ترمنځ د دوستانه اړیکو پر اهمیت ټینګار وکړ او په بېلابېلو برخو کې د دوه اړخیزو اړیکو د پراختیا په لاره کې د جرمنی هېواد د هڅو په ځانګړې توګه د افغانستان سولې او ټیکاو بهیر کې د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د خبرو اترو د منځګړیتوب او ښه نیت ستاینه وکړه.

سرچينه زياتوي چې اکسل زیدلر د افغانستان او المان ترمنځ د تاریخی اړیکو په ستاینې سره د بهرنیو چارو وزارت او د المان سفارت ترمنځ د همکارې روحیې څخه مننه وکړه او څرګنده يې کړه چې په افغانستان کې د خپل ماموریت پر مهال به هڅه وکړي څو د دواړو هېوادونو اړیکې لا غښتلې او پیاوړې شي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.