ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

طالبانو ۳۶ نور حکومتي بندیان خوشې کړي

طالبانو ۳۶ نور حکومتي بندیان خوشې کړي

author avatar
15 Jul 2020 - 12:15
طالبانو ۳۶ نور حکومتي بندیان خوشې کړي
author avatar
15 Jul 2020 - 12:15

کابل (پژواک، ۲۵ چنګاښ ۹۹) : وسله والو طالبانو اعلان کړی چې په یو شمېر ولایتونو کې یې لسګونه نور حکومتي بندیان خوشې کړي دي.

د طالبانو د قطر دفتر ویاند سهیل شاهین په خپله ټویټرپاڼه کې لیکلي چې پرون په لوګر، پکتیا او پکتیکا ولایتونو کې یې ۱۱ تنه حکومتي سرتېري خوشې کړي دي.

هغه زیاته کړې چې دوه ورځې مخکې یې دغه راز په کندهار ولایت کې هم ۲۵ تنه دولتي سرتېري    خوشې کړي وو.

د امریکا او طالبانو د دوحې تړون له مخې چې د ۱۳۹۸ لمریز کال د کب په ۱۰مه لاسلیک شو، د افغان حکومت له زندانونو څخه ۵۰۰ طالب بندیان او د طالبانو له خوا هم د افغان حکومت ۱۰۰۰ بندي امنیتي او دفاعي سرتېري خوشې شي.

افغان حکومت تراوسه د طالبانو شاوخوا ۴۲۰۰ سرتېري خوشې کړي او طالبان وایي چې تر ۷۰۰ ډېر  حکومتي بندیان یې خوشې کړي دي.

خو حکومت وایي چې د طالبانو له خوا خوشې شویو بندیانو کې یو شمېر ملکي وګړي هم شامل دي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.