د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

غږيزه څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

لاريون کوونکي: روسيه دې د افغانستان په چارو کې نور لاسوهنه بنده کړي

لاريون کوونکي: روسيه دې د افغانستان په چارو کې نور لاسوهنه بنده کړي

Jul 15, 2020 - 15:28

پل علم (پژواک، ٢٥ چنګاښ ٩٩): د لوګر سلګونو اوسېدونکو چې ښځې هم په کې وې، د يوه لاريون په ترڅ کې له ګاونډيو هېوادونو، په ځانګړي ډول له روسيې غوښتنه وکړه چې نور دې د افغانستان په چارو کې لاسوهنه بنده کړي.

څه موده مخکې امريکايي رسنيو د دغه هېواد د چارواکو له قوله ويلي وو چې روسيه په افغانستان کې طالبانو ته وسلې ورکوي او له دې ډلې ملاتړ کوي.

د يادې مسئلې په غبرګون کې د لوګر سلګونو اوسېدونکو نن د دغه ولايت په مرکز پل علم کې لاريون وکړ.

لاریونوالو پر افغان دولت او وسله والو طالبانو هم غږ وکړ چې نور دې جګړه بس کړي او د ګاونډیو په لمسون او بېځایه لاسوهنو دې له هېواد ورانولو لاس واخلي او ژر تر ژره دې په خپلو کې بین الافغاني خبرې پیل کړي.

د یاد لاریون یوه ګډونوال احسان الله نورزي له پژواک سره په خبرو کې له نړیوالې ټولنې وغوښتل چې له روسیې سره دې خپلې اړیکې پرې کړي او د افغانستان په کورنیو چاروکې دې د دغه هېواد د ښکاره لاسوهنو په مخنیوي کې مرسته وکړي.

نورزي وویل، دا چې د سولې خبرې حساس پړاو ته رسېدلې دي، د سیمې یو شمېر هېوادونه، په ځانګړي ډول روسیه نه غواړي چې په افغانستان کې تلپاتې سوله او ثبات رامنځته شي.

ده وويل: ((نو په کار ده چې افغانان په دې حساس پړاو کې خپل غږ اوچت کړي  او شر اچوونکو لاس وهنو پر وړاندې نور چوپه خوله پاته نه شي.))

دغه راز د لاريون يوې ګډونوالې نوريې پژواک ته وويل چې روسيه او ځيني نور هېوادونه د افغانستان په چارو کې لاسوهنه او له وسله والو ډلو ښکاره ملاتړ کوي.

دې وويل: ((امنيتي ځواکونه په کراتو داسې وسلې تر لاسه کړي چې د روسيې او نورو ګاونډيو هېوادونو جوړ وو له دې نور څه بل ثبوت پکار دى چې دغه هېوادونه د افغانستان په چارو کې لاسوهنې کوي.))

د لاريون يو شمېر نورو ګډنوالو هم ورته څرګندونې وکړې او له دغه هېواده يې د نه لاسوهنې غوښتنه وکړه.

يادو لاریونوالو یو اته ماده ییز پرېکړه لیک هم صادر کړ.

په پرېکړه ليک کې له روسیې او نورو ګاوڼدیو هېوادونو څخه غوښتل شوي وو، څو د افغانستان په کورنیو چارو کې لاسوهنه بنده کړي او پرېږدي چې افغانان نور په خپلو کې سره جوړ راشي او بین الافغاني خبرې دې د ناکامۍ پر لور نه بیایي.

په پرېکړه لیک کې راغلي وو چې په هېواد کې روانه جګړه د هېچا په ګټه نه ده او ښکېل لوري دې ژر تر ژره دوامداره اوربند او سوله وکړي.

د يادونې ده تر دې وړاندې هم په يو شمېر نورو ولايتونو کې په افغانستان کې د روسيې د لاسوهنو پر ضد لاريونونه شوي دي.

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement

Etisalat Get more data, Etisalat Afghanistan