ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

لوګر کې يو شمېر پروژې ګټې اخيستنې ته وسپارل شوې

author avatar
15 Jul 2020 - 15:53
author avatar
15 Jul 2020 - 15:53

پل علم (پژواک، ٢٥ چنګاښ ٩٩): د لوګر په مرکز پل علم کې د ٢٦ ميليونه افغانيو په لګښت درې پروژې ګټې اخيستنې ته وسپارل شوې.

د اړوندې موضوع په اړه جوړې شوې غونډې ته د لوګر پوهنتون رييس عبدالناصر ستانکزي وويل چې په دې درېيو پروژو کې د پوهنتون لپاره د ليلیې ودانۍ، کمپيوټر لب او د برېښنا برج لپاره د ودانۍ جوړول شامل دي.

ده وويل چې دغه ودانۍ د يوه کال په موده کې د هندوستان، نړيوال بانک او د لوړو زده کړو وزارت له پراختيايي بودجو له خوا جوړ شوي دي.

نوموړى وايي چې دغه ودانۍ په پاخه اساسي ډول جوړې شوې چې پر جوړېدو يې ٢٦ ميليونه افغانۍ لګښت راغلی دی.

دغه راز د لوګر والي محمد اجمل شاه پور وويل چې پوهنتون، ښوونځی او مدرسه د انسان، فکر او فرهنګ جوړونې عملي مرکزونه دي.

هغه زياته کړه: ((که غواړئ چې د ټولنې او په ټوله کې هېواد ته پرمختګ ورکړئ او شته ستونزې له منځه ولاړې شي، دا یواځې په انسان او فکر جوړونه ممکن دي هر وخت چې یوه ټولنه فکري جوړه شي شته ستونزو ته به په ډېرې اسانۍ سره د حل لاره پیدا شي.))

ده وويل چې د يادو پروژو ترڅنګ په دغه ولايت يو شمېر نورې پروژې هم تر کار لاندې دي چې پر خپل وخت سره به بشپړې شي.

شاه پور وویل، هڅه يې دا ده چې د پوهنتون د پرمختګ لپاره لا ګړندي ګامونه واخلي څو دغه پوهنتون د هېواد په کچه په مخکښو پوهنتونونو کې ځای ولري.

هغه د دې ترڅنګ د پوهنتون له استادانو سره ژمنه وکړه چې ښوونکو ته د ځمکې له وېش وروسته به دوی ته هم په دغه ولایت کې د استوګنیزو نومرو د وېش لړۍ پیل شي.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.