د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

غږيزه څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

ننګرهار کې ناپېژاندو وسله والو د يوه ديني عالم په ګډون دوه کسان وژلي

ننګرهار کې ناپېژاندو وسله والو د يوه ديني عالم په ګډون دوه کسان وژلي

Jul 15, 2020 - 15:47

جلال اباد (پژواک، ۲۵ چنګاښ ۹۹): د ننګرهار ولايت چارواکي وايي، چپرهار ولسوالۍ کې ناپېژاندو وسله والو پر ملکي خلکو ډزې کړي چې یو ديني عالم او يوبل عام وګړی په کې وژل شوي دي.

د چارواکو په وينا، بريد کې يو بل ملکي وګړی ټپي شوی هم دی.

د ننګرهار د والي وياند عطاء الله خوږياڼي د چنګاښ په ۲۵مه پژواک اژانس ته وويل، نن تر غرمې وروسته د چپرهار ولسوالۍ مربوطاتو کې ناپېژاندو وسله والو کسانو پر ملکي خلکو ډزې کړې دي.

دی وايي، په بريد کې د مولوي داوود په نوم يو ديني عالم او يو عام وګړی وژل شوي او يو بل ملکي وګړی ټپي شوی دی.

هغه زياته کړه، پوليس د پېښې ځای ته رسېدلي او د وسله والو د نيولو او پېښې د علت معلومولو په اړه یې پلټنې پيل کړې دي.

تراوسه د دولت کومې مخالفې وسله والې ډلې د دغه بريد مسوليت نه دی منلی.

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement

Etisalat Get more data, Etisalat Afghanistan