د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

غږيزه څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

هېواد کې تېر ٢٤ ساعته ٢٥٤ کسان پر کرونا اخته او ٣٢ نور ترې مړه شوي

هېواد کې تېر ٢٤ ساعته ٢٥٤ کسان پر کرونا اخته او ٣٢ نور ترې مړه شوي

Jul 15, 2020 - 15:05

کابل (پژواک، ٢٥ چنګاښ ٩٩): د عامې روغتيا وزارت وايي چې په تېرو ٢٤ ساعتونو کې د کرونا ٢٥٤ مثبتې پېښـې ثبت شوې چې له دې سره پر کرونا ويروس د اخته کسانو شمېر ۳۴۹۹۴ ته ورسېد.

دغه څرګندونې په هغې خبرپاڼې کې شوې چې د چنګاښ په ٢٥مه د عامې روغتيا وزارت له لوري پژواک خبري اژانس ته رالېږل شوې ده.

په خبرپاڼه کې راغلي چې په تېرو ٢٤ ساعتونو کې د هېواد په لابراتوارونو کې د کرونا ويروس ٦٨٢ شکمنې پېښې معاینه شوې چې ٢٥٤ يې مثبتې دي.

سرچينه وايي چې د يادو پېښو په ثبتېدو سره په هېواد کې پر کرونا ويروس د اخته کسانو شمېر ۳۴۹۹۴ ته لوړه شو.

د عامې روغتيا وزارت د معلوماتو له مخې، په تازه ثبت شوو پېښو کې ٧٨ په کابل، ٦١ په دايکنډي، ٢٤ په تخار، ١٨ په پکتيا، ١٥ په غور، ١١ په بدخشان، ١١ په بادغس، لس په بلخ، نهه په لوګر، شپږ په هرات، څلور په لغمان، درې په کندهار، درې په ننګرهار او يو هم په میدان وردګو ولايت کې دي.

خبرپاڼه کې زياته شوې چې په تېرو ٢٤ ساعتونو کې ١٠٠٢ کسان له کرونا ناروغۍ څخه بېرته روغ شوي دي چې له دې سره په هېواد کې له کرونا ويروس څخه د بېرته روغ شوو کسانو شمېر ۲۲۴۵۶ ته ورسېد.

د عامې روغتيا وزارت وايي چې په تېرو ٢٤ ساعتونو کې ٣٢ کسان د کرونا ويروس له امله مړه شوي چې له دغه ويروس څخه د ټولو مړه شوو کسانو شمېر ١٠٩٤ ته ورسېد.

د عامې روغتيا وزارت له خلکو غوښتنه کړې چې د کرونا ويروس د مخنيوي په موخه د دغه وزارت لارښوونې عملي کړي.

د يادونې ده، په دې وروستيو کې په افغانستان کې د کرونا ويروس پېښې مخ په کمېدو دي او د عامې روغتيا وزارت هم دغه خبره تاييد کړې ده.

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement

Etisalat Get more data, Etisalat Afghanistan