ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

حق غوښتونکې ډله: په بلخ کې دې د برېښنا بیه ټیټه شي

حق غوښتونکې ډله: په بلخ کې دې د برېښنا بیه ټیټه شي

author avatar
16 Jul 2020 - 17:10
حق غوښتونکې ډله: په بلخ کې دې د برېښنا بیه ټیټه شي
author avatar
16 Jul 2020 - 17:10

کابل(پژواک، ۲۶ چنګاښ ۹۹): د بلخ ولایت حق غوښتونکې ډلې د کرونا په بحراني حالت کې د برېښنا بیو ټیټېدو غوښتنه کوي او د نه ټیېډو په صورت کې یې د مدني حرکتونو پیلولو ګواښ وکړ.

يادې ډلې د چنګاښ په ۲۶مه په کابل کې په یوه خبري کنفرانس کې خبريالانو ته وويل چې په بلخ کې خلک د کرونا بحران او بېکارۍ له امله نه شي کولی چې په لوړه بيه د برېښنا لګښت تحويل کړي او که غوښتنې يې ونه منل شي پر مدني حرکوتونو به لاس پورې کړي.

د یادې ډلې غړي احمد خالد وويل چې ټولو ولايتونو ته د بلخ له لارې وارداتي برېښنا تقسيمېږي خو بيا هم په دغه ولایت کې د برېښنا بيې لوړې دي.

خالد زياته کړه، برېښنا شرکت ورسره له دوو کلونو راهیسې ژمنې کوي خو تر اوسه يې يوه هم نه ده عملي کړې.

نوموړی وايي:((تر اوسه په بلخ کې څوک خبر نه دي چې عادي برېښنا په څو ده او شرکتونو ته په څو دهاو همداراز برېښنا شرکت ويلي چې د برېښنا د عوايدو تعرفه چې په ټول افغانستان کې عملي کېږي، له ۰ څخه تر ۲۰ کيلوواټ پورې ۲.۵ افغانۍ ده او له هغه څخه پورته بيا ۸ افغانۍ چې دا يوازې د بلخ نه، بلکې د ټول افغانستان لپاره ملاماتوونکې مسئله ده.))

ده وويل، دوی غواړي چې د بلخ برېښنا مزی دې له ترکمنستان سره ونښلول شي څو د نوروولايتونو په څېر دوی هم د برېښنا د یو کيلوواټ ۳.۵ افغانۍ ورکړي او يا همداراز د کابل د برېښنا کټګوري دې دوه چنده شي څو دویله۰ څخه تر ۴۰۰ کيلوواټه ۲.۵ افغانۍ، له ۴۰۰ څخه تر ۷۰۰ پورې ۳.۷۵ افغانۍ او ۷۰۰ څخه تر ۱۲۰۰ پورې ۶.۲۵ افغانۍ او له هغه پورته تر لسو افغانيو پورې ورکړي.

په ورته مهال ددې ډلې يوه بل غړي جاوېد سادات په دغه بحراني حالت کې د برېښنا لوړې بيې د قانون خلاف بولي.

همداراز ددې ډلې بل غړي حکيم شاه حکيم وويل چې د بلخ په برېښنا باندې د حکومتي مافيايي ډلو له خوا تجارت کېږي چې اوس هم په حکومت کې دي .

نوموړي دغو خلکو ته په اشارې سره وويل که چېرې د دې مافيايي ډلې پر ضد راپورته نه شئ د بلخ په څېر به نور ولايتونه هم له دغې ستونزې سره مخ شي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.