ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ننګرهار کې ملي امنيت د بېلابېلو جرمونو په تور ۱۲ کسان نيولي

ننګرهار کې ملي امنيت د بېلابېلو جرمونو په تور ۱۲ کسان نيولي

author avatar
16 Jul 2020 - 16:14
ننګرهار کې ملي امنيت د بېلابېلو جرمونو په تور ۱۲ کسان نيولي
author avatar
16 Jul 2020 - 16:14

جلال اباد (پژواک، ۲۶ چنګاښ۹۹): د ننګرهار ولايت چارواکي وايي چې د ملي امنيت رياست مسوولينو د بېلابېلو جرمونو په تور ۱۲ کسان نيولي چې اته تنه يې وسله وال طالبان دي.

نيول شوي کسان او ترې ترلاسه شوې وسلې او مهمات د چنګاښ په ۲۶مه د ننګرهار ملي امنيت رياست په انګړ کې رسنيو ته وښودل شول.

د ننګرهار ولایت سرپرست والي تمیم عارف مومند په همدې موخه جوړ شوي خبري کنفرانس ته وویل، د ملي امنيت ځواکونو په خوږیاڼو ولسوالۍ کې د یوه سرګروپ په ګډون د وسله والو طالبانو هغه اته کسیزه ډله ونیوله چې د نورو تخریبي کړنو ترڅنګ یې شپږ تنه په کې هغه مخالفین هم شامل دي چې په وروستیو کې یې په سرحدي پوستو بريدونه ترسره کړي و.

نوموړي زیاته کړه، همدا راز د اسحاق الله په نوم یوتن انسان تښوونکی او د نصیر احمد په نوم یو بل غل چې څه موده وړاندې له بند څخه ازاد شوی وو، یو ځل بیا باالفعل نیول شوی دی.

 هغه وایي، ملي امنیت همدا راز په شینوارو ولسوالۍ کې یوه ډیپو هم کشف کړې چې مهمات او چاودېدونکې توکي ترې، تر لاسه شوي دي .

د مومند په وینا، له نیول شویو کسانو څخه دوه میله کلاشینکوفونه،یومیل بې غږه او دوه ټي ټي تومانچې ،چاودېدونکي توکې،نظامي لباسونه او یو شمېر نور توکې تر لاسه شوي او په خپلو جرمونو یې اعترافات هم کړي دي .

د نیول شویو طالبانو سرګروپ وسیع الله رسنيو سره په خبرو کې اعتراف وکړ چې ملګرو یې د بمونو په اېښودلو، دولتي پوستو باندې بریدونو او نورو کړنو کې لاس درلود .

نوموړي په خپلو کړنو پښېماني وښوده او په نورو یې هم غږ وکړ چې له ورته کړنو څخه دې ډډه وکړي .

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.