کابل (پژواک، ۲۶ چنګاښ ۹۹): د افغانستان د خپلواکو رسنيو ملاتړ ادارې (نی) د رسنيو قانون د تعديل له ځنډولو هرکلی کړی او وايی، د ټوليزو رسنيو اوسنی قانون يو ښه قانون دی او دا مهال يې د تعديل لپاره جدي اړتيا نه ليدل کېږي.
د نې په خپره شوې خبرپاڼه کې چې کاپي يې پژواک ته را رسېدلې راغلي، له هغه وروسته چې حکومت د رسنيو د تعديل طرحه ملي شورا ته واستوله، د رسنيزې ټولنې له مخالفتونو سره مخ شوه، يوه تخنيکي ډله جوړه شوه څو د تعدیل طرحې په تړاو دغه مسئله وڅېړي.
سرچينه زياتوي، دې ډلې بايد ياد تعديل پروسه درولې وای او يا یې د هغې طرحه څېړلېوای، خو په دويمه ناسته کې دې ډلې د رسنيو قانون د تعديل درولو رايه ورکړه.
د نی په باور، د رسنيو اوسنی قانون يو ښه قانون دی او دا مهال يې د تعديل جدي اړتیا نه لیدل کېږي، خو د يو ښه قانون لرلو لپاره ډېر فکر او کره څېړنو ته اړتيا ليدل کېږي.
ځينو رسنيو او خبريالانو ملاتړو بنسټو په يو پرانیستي ليک د ولسمشر محمد اشرف غني له خوا د ټوليزو رسنيو قانون د تعديل طرحې پر جوړولو اندېښنه ښودلې او د هغه د طی مراحلو د درولو غوښتونکي شوي وو.
نی ليکلي، کومه طرحه چې د حکومت له خوا وړانديز شوې وه، ځيني جدي موارد په کې وو چې د رسنيو د فعاليت محدودېدو لامل کېدل، نو له همدې امله يو شمېر رسنيو او د خبريالانو ملاتړو اداړو هوډ وکړ چې ولسمشر ته يو پرانیستی ليک ولېږي څو د تعدیل طرحهبنده کړي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن