ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ولسمشر غني: غزني ښار کې د فاجعې مخه نیول شوې، خو اساسي ګواښ لا هم نه دی لرې شوی

ولسمشر غني: غزني ښار کې د فاجعې مخه نیول شوې، خو اساسي ګواښ لا هم نه دی لرې شوی

author avatar
16 Jul 2020 - 16:35
ولسمشر غني: غزني ښار کې د فاجعې مخه نیول شوې، خو اساسي ګواښ لا هم نه دی لرې شوی
author avatar
16 Jul 2020 - 16:35

غزني (پژواک، ۲۶ چنګاښ ۹۹): ولسمشر غني غزني ته د سفر پر مهال وویل، د دغه ولایت امنیتي وضعیت د قناعت وړ نه دی او د ښه والي لپاره یې باید د ولسوالانو، امنیه قوماندانانو او امنیت د امرینو اساسي ارزونه وشي.

د ولسمشرۍ ماڼې په خبرپاڼه کې راغلي چې ولسمشر او د وسله وال پوځ اعلی سر قوماندان محمد اشرف غني نن سهار د غزني د عمومي وضعیت ارزونې په موخه یاد ولایت ته سفر وکړ.

سرچینه لیکي چې ولسمشر غني د یاد ولایت له ملکي او نظامي چارواکو سره په امنیتي غونډه کې د هغوی د کړنو راپور واورېد.

د خبرپاڼې له مخې، په پیل کې د غزني والي وحیدالله کلیمزي د عمومي امنیتي وضعیت، د دولت وسله والو مخالفینو ته د اوښتو تلفاتو، د امنیتي ګواښونو د دفع کولو او چاڼیزو عملیاتو په اړه خبرې وکړې.

سرچینه زیاتوي چې وروسته د دغه ولایت امنیتي چارواکو وویل چې امنیتي او دفاعي ځواکونه په لوړ مورال له هېواد او خلکو دفاع کوي، په یاد ولایت کې مېشت امنیتي او دفاعي ځواکونه په ښه همغږۍ او همکارۍ دندې ترسره کوي او په ټولیز ډول امنیت د ډاډ وړ دی او د لا ښه والي لپاره یې دوامدارې هلې ځلې کېږي.

ولسمشر غني په دې ناسته کې ویلي: «غزني ښار د دښمن له تهدیدونو څخه خوندي او د فاجعې مخه نیول شوې، مګر اساسي خطر لا هم نه دی لرې شوی.»

ده د یاد ولایت له ملکي او نظامي چارواکو غوښتي چې د وضعیت واضح تحلیل ورسره شریک کړي.

غني د امنیتي او دفاعي ځواکونو هلې ځلې ستایلې، خو وضعیت یې لا هم د قناعت وړ ونه دی بللی او ویلي یې دي چې د غزني ولسونو ته باید د ښه امنیت او دا ډاډ ورکړل شي چې ټولې مرکزي ادارې یې په خدمت کې دي.

محمد اشرف غني د کابل- کندهار لویې لارې په ګډون د ټولو لویو لارو د امنیت پر ټینګښت او خوندیتوب او له خلکو سره له پر نږدې کار کولو ټینګار کړی او زیاته کړې یې ده چې د امکاناتو له پلوه ستونزه نشته او د ولسي پاڅون کوونکو ملاتړ او د خلکو بسیج ته به اساسي پام وشي.

ده چارواکو ته لارښوونه کړې چې د وضعیت د لا ښه والي لپاره دې د ولسوالانو، امنیه قوماندانانو او امنیت امرینو اساسي ارزونه وشي.

د هغه په وینا، خلک مرکز او دولت محوره دي. د امنیت او حکومتولۍ په برخو کې د لا زیات تحرک په خاطر دې له شته ظرفیتونو او امکاناتو استفاده وشي.

سرچینه لیکي چې په دغه سفر کې چې د جمهوري ریاست لومړي مرستیال امرالله صالح، د ملي امنیت سلاکار ډاکتر حمدالله محب، د کابینې یو شمېر غړو او د ځینو ادارو چارواکو هم د ولسمشر ملتیا کوله.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.