ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

اتمر: د سولې بین الافغاني خبرو کوربه توب ته ۱۲هېوادونو چمتوالی ښودلی

اتمر: د سولې بین الافغاني خبرو کوربه توب ته ۱۲هېوادونو چمتوالی ښودلی

author avatar
16 Jul 2020 - 15:49
اتمر: د سولې بین الافغاني خبرو کوربه توب ته ۱۲هېوادونو چمتوالی ښودلی
author avatar
16 Jul 2020 - 15:49

کابل(پژواک، ۲۶ چنګاښ ۹۹): د بهرنیو چارو وزارت وایي چې د سولې بین الافغاني خبرو کوربه توب ته ۱۲هېوادونو چمتوالي ښودلی او حکومت چمتو دی د هغو ۶۰۰ زندانیانو پر ځای نور طالبان خوشي کړي چې قانون یی د خوشي کېدو اجازه نه ورکوي.

د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت سرپرست او نوماند وزیر محمد حنيف اتمر نن په کابل کې خبريالانو ته وويل چې په تېرو لسو ورځو کې د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د څلورو نړيوالو سازمانونو په ګډون د سيمې او نړۍ له ۳۶ هېوادونو سره د دوو لویو نړیوالو او سیمه ییزو ناستو کوربه و.

دی وایي چې په دغو ناستو کې افغانستان کې د سولې د ټینګښت په موخه د سيمه ييزې او نړيوالي اجماع په تړاو مهمې سلا مشورې وشوې او د غونډو ګډونوالو د سولې د ټینګښت لپاره پر ګډو هڅو ټینګار کاوه.

د ده په وينا، د افغانستان له هڅو د سيمې او نړۍ د هېوادونو ستاینه، د تاوتريخوالي او جګړې د دوام غندل، د سولې د بين الافغاني خبرو ژر پیل، د تېرو ۱۹ کلونو د لاسته راوړنو ساتل، افغانانو او د سيمې هېوادونو ته جګړه په لوړه بيه پرېوتل، د سولې په خبرو کې د ټولو ګډون او له يادو هېوادونو سره د مشورو دوام؛ هغه اته موارد و چې د ټولو اجماع پرې وشوه.

ټاکل شوې چې قطر کې د امریکا متحده ایالتونو او طالبانو تر منځ د سولې هوکړې له مخې، طالبان د افغانستان د دولت زر تنه بندیان او د افغانستان دولت د طالبانو پنځه زره بندیان خوشي کړي او بیا د سولې بین الافغاني خبرې پیل شي.

طالبانو تر اوسه د دولت شاوخوا ۸۰۰ بندیان خوشي کړي دي.

اتمر په دې اړه وویل:" افغان دولت د طالبانو نږدې ۴۴۰۰ تنه زندانیان له بنده خوشې کړي او پاتې شاوخوا۶۰۰ تنه یې چې حکومت یې د خلاصېدو مخالف دی، داسې جدي ستونزې لري چې هېڅ قانون یې د خلاصولو اجازه نه ورکوي."

خو هغه زیاته کړه، دولت ژمن دی چې د طالبانو ۵۰۰۰ بندیان خوشې کړي، خو طالبان یواځې پر دې ورکړل شوي نوملړ کې پر نومونو ټینګار کوي؛ په داسې حال کې چې حکومت د حسن نيت په موخه له طالبانو د نورو ۶۰۰ بنديانو د خوشې کېدو بل نوملړ غوښتی، خو طالبانو له دې کار څخه ډډه کړې او مثبت ځواب يې نه دی ورکړی.

د افغانستان د ملي امنیت شورا ویلي و چې  د وسله والو طالبانو ۵۹۲ زندانیان چې د سختو جرمونو له کبله محکوم  شوي ، نه خوشي کېږي او له طالبانو یې غوښتي چې افغان حکومت ته د خپلو زندانیانو نوی نوملړ وسپاري، خو طالبان وايي، که یې له نوملړ سره سم بندیان خوشي نه شي د سولې بین الافغاني خبرې نه پیلېږي.

د اتمر په وینا، طالبانو په داسې حال کې د بین الافغاني خبرو د نیټې له ټاکلو ډډه کړې چې د سیمې او نړۍ هېوادونو د تېرو لسو ورځو په دوو ناستو کې افغانستان کې د تاوتریخوالي په کمښت او د بین الافغاني خبرو پر ژر پیلېدو ټينګار کاوه.

هغه زياتوي، د المان، ترکمنستان، قزاقستان، چین، روسیې، ترکیې، ایران، قطر، اندونیزیا او جاپان په ګډون ۱۲ هېوادونو د سولې د خبرو کوربه توب ته تياری ښودلی.

د ده په وینا، اجماع پر دې ده چې د سولې خبرې قطر کې پیل شي، خو "خو دا چې په پړاویز ډول څنګه نورو هېوادونو کې دا خبرې وشي لا یې په تړاو سلا مشورې نه دي شوې".

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.