کابل (پژواک، ۲۶ چنګاښ ۹۹): د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرست محمد طاهر زهير وایي چې د ميناتورى او خطاطۍ هنرونو د پيدايښت ځاى د افغانستان هرات ولایت دى .
نوموړي دا څرګندونې په داسې حال کې کوي چې د هرات یو شمېر هنرمندانو په دې وروستیو کې شکایت کړی و چې د افغانستان میناتوري او خطاطي هنرونه د ایران او ترکیې په نومونو ثبتېږي.
طاهر زهیر په یوه خبري غونډه کې چې د افغانستان لپاره د يونسکو استازى او د بهرنيو چارو وزارت د فرهنګي برخې مسوول هم شتون درلود، وويل چې په دې وروستيو کې ترکيې او ايران اقدام کړى چې د ميناتورۍ او خطاطۍ هنرونه د خپلو هېوادونو په نومونو ثبت کړي او دا موضوع د افغانستان د اندېښنې لامل شوې ده.
د اطلاعاتو او کلتور وزارت سرپرست له دغو دوو هېوادونو غوښتنه وکړه چې په دې برخه کې ډېر دقت وکړي او د دغو دوو هنرونو د پيدايښت ځاى او اصالت ته چې افغانستان دى، درناوى ولري.
هغه څرګنده کړه، کمال الدين بهزاد د تيموريانو په دوره، سلطان حسين بايقرا او د اميرعلي شېرنوايي په دورو کې د ميناتورۍ او نقاشۍ بنسټ اېښودونکى و.
د اطلاعاتو او کلتور وزارت سرپرست وويل، که چېرې پر دغو دوو هنرونو د مالکيت ادعا وشي، د هغه اصلي خاوند افغانستان دى او په ټولو تاريخي متونو او منابعو کې ليکل شوي چې کمال الدين بهزاد د ميناتورۍ، انځورګرۍ او د رنګ اميزۍ بنسټ اېښودونکى دى .
زياته کړه: ((ترکيه او ايران کولاى شي د دې خبرې په منلو سره چې افغانستان د دغو دوو هنرونو مالکيت او اصالت لري، له موږ سره شريک و اوسي.))
د اطلاعاتو او کلتور وزیر له يونسکو څخه هم وغوښتل چې په دې برخه کې جدي پاملرنه او لازم اقدام وکړي او دغه دوه هنرونه د افغانستان په نوم او د ايران او ترکيې په شراکت ثبت کړي.
د اطلاعاتو او کلتور وزارت سرپرست د هېواد د فرهنګي ميراثونو او ابدو په برخه کې د دغه وزارت د کارونو په باب هم معلومات ورکړل او ويې ويل چې دوه ملموس فرهنګي ميراثونه په يونسکو کې ثبت شوي دي.
د هغه په وینا، يو د غور د جام څلى او بل يې د باميانو درې د فرهنګي منظره دي .
هغه زياته کړه چې دغه راز د هېواد دوه ملموس فرهنګي ميراثونه د بابر بڼ او د هرات جامع جومات هم د نړيوالو ميراثونو د ثبت په بهير کې دي او رباب جوړول، د لرګيو پر مخ نورستاني کندنکارۍ، د لرګيو پرمخ کلاسيکې کندنکارۍ او د نستعليق خط هم مستند شوي دي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن