ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په سرپل کې ۳۶ طالبانو او دولتي سرتېرو ته مرګ ژوبله اوښتې ده

په سرپل کې ۳۶ طالبانو او دولتي سرتېرو ته مرګ ژوبله اوښتې ده

author avatar
16 Jul 2020 - 13:52
په سرپل کې ۳۶ طالبانو او دولتي سرتېرو ته مرګ ژوبله اوښتې ده
author avatar
16 Jul 2020 - 13:52

سرپل (پژواک، ۲۶ چنګاښ ۹۹): د سرپل د والي ویاند وایي چې تېره شپه د دغه ولایت د مرکز اړوند سمیه کې د طالبانو او دولتي ځواکونو ترمنځ جګړه کې له دواړو خواوو ۳۶ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د سرپل د والي ویاند ذبيح الله اماني وایي چې وسله والو طالبانو تېره شپه د دغه ولایت د مرکز اړوند «ګولایي تخته» سیمه کې د ملي پولسیو او ملي امنیت پر پوستو بریدونه کړي دي.

د هغه په خبره, په دغه برید کې لس طالبان او یو دولتي سرتېری وژل شوي دي

نوموړی وایي چې د ابو هریره په نوم د طالبانو یو قوماندان هم وژل شوی دی، لس طالبان او ۱۵ دولتي سرتېري ټپیان شوي دي.

طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو ورځو کې د دغه ولایت په ولسوالیو او مرکز کې د طالبانو بریدونه ډېر شوي دي.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.