کابل (پژواک، ۲۶ چنګاښ ۹۹) : د افغانستان د حکومت کابینې په مشروط ډول په راتلونکې میاشتې کې د ښوونیزو مراکزو د پرانیستلو پرېکړه وکړه.
له ارګ څخه پژواک اژانس ته په یوه رااستول شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د کابینې غونډه پرون د ولسمشرغني په مشرۍ ترسره شوه چې په کې ټولو والیانو هم د ویډیو کنفرانس له لارې ګډون کړی وو.
سرچینې زیاته کړې، ولسمشر د یو شمېر ولایتونو لپاره نویو معرفي شویو والیانو او د کابینې په غونډه کې د هغوی د ګډون هرکلي ترڅنګ، په نږدې راتلونکې کې په تدریجي ډول په مرکز او د خپل مسوولیت په ساحو کې د امنیتي میثاق د عملي کولو په موخه د کابینې د غړو او والیانو پر ګډو هڅو ټینګار وکړ.
په خبرپاڼه کې راغلي چې همداراز تر راتلونکې یوې اوونۍ پورې د کابینې د غړو، والیانو، د ادارو رئیسانو (خپلواک بودجوي واحدونه) او د وزارتونو مرستیالانو د شتمنیو ثبت فورمونو په اړه لارښوونه وشوه چې د فورم د نه ثبتولو په صورت کې دې د هغوی معاشونه د فورم تر بشپړولو پورې د مالیې وزارت له لوري قطع شي.
په همدې ترتیب د کابینې غړو، والیانو او د ادارو رئیسانو (خپلواک بودجوي واحدونه) ته د هغوی تر لاس لاندې مسوولینو د شتمنیو ثبت په اړه لاښوونه وشوه.
کابینې دافغانستان د سولې او انکشاف ملي چوکاټ د دویمې مسودې سند له یو سلسله بحثونو او نظریاتو زیاتولو سره تصویب کړ.
همداراز کابینې د کرونا ویروس د خپرېدو مخنیوي په موخه د کاري رژیم طرزالعمل د تعدیل طرحه، په (۱۹) ماده کې د احصائیې او معلوماتو ملي ادارې او د کابل ښاروالۍ په شاملولو سره، چې باید د یاد طرزالعمل مطابق د ادارو کارکوونکي د روغتیایي معیارونو په رعایت کولو سره په دوو کاري نوبتونوکې په جفتو او تاقو ورځوکې د سهار له ۸ د مازدیګر تر ۴ بجو پورې خدمتونه وړاندې کړي، تصویب کړه.
دغه راز کابینې پرېکړه وکړه چې ښوونځي او پوهنتونونه دې د روان کال د زمري میاشتې له ۱۵ نېټې وروسته د روغتیایي معیارونو او سپارښتنو په رعایتولو سره، په دې شرط چې د عامې روغتیا وزارت د ارزونې پر اساس د هېواد په کچه د کرونا ویروس وضعیت تر یادې نېټې پورې شدید نه شي، پیل شي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن