ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د سمنګان په مرکز کې درې پولیس وژل شوي

author avatar
17 Jul 2020 - 14:15
author avatar
17 Jul 2020 - 14:15

ایبک (پژواک، ۲۷ چنګاښ ۹۹): وسله والو طالبانو تېره شپه د سمنګان په مرکز کې د پولیسو پر پوسته برید کړی چې له امله یې درې پولیس وژل شوي او دوه نور پولیس چې بې وسلې وو له پوستې په تېښته بریالي شوي دي.

د سمنګان د ولایتي شورا رییس حاجي راز محمد پژواک ته وویل چې دغه برید تېره شپه یوه بجه ترسره شوی.

هغه زیاته کړه چې په یاده پوسته کې پنځه پولیس وو، چې دوه تنو یې وسله نه درلوده.

ده زیاته کړې، له یادې پوستې د برید پرمهال دوه پولیس چې بې وسلې وو، په تېښته بریالي شوي او درې نور وژل شوي، پوسته هم وسله والو طالبانو نیولې وه چې بېرته امنیتي ځواکونو ترې ونیوله . 

د سمنګان د ولایتي شورا مرستیال محمد هاشم سروري هم دغه برید تایید کړ او ویې ویل چې د سمنګان په مرکز ایبک کې د وسله والو طالبانو خوځښتونه زیات شوي، او که حکومت پام ونه کړي حالت به تر دې هم بتره شي.

هغه وویل:(( امنیتي مسوولین هیڅ امنیتي پلان او برنامه نه لري، دوی شپه او ورځ خپلې مزې کوي او میاشتې کیږي چې ددښمن د له منځه وړو لپاره هیڅ عملیات نه کوي.)) 

پژواک هڅه کوي چې په دې اړه د سمنګان د امنیتي مسوولینو نظر واخلي خو بریالظ نه شو.

دا په داسې حال کې ده چې د چنګاښ په ۲۳مه د سمنګان د ملی امنیت پر ریاست موټربم او وسله وال برید وشو چې په ترڅ کې یې ۱۱ تنه ووژل شول او تر  ۶۰زیات ټپیان شول چې زیاتره یې ملکي وګړي وو.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.