ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د خوست دیني عالمانو له حکومت او طالبانو د خپل امنیت د خوندیتوب غوښتنه وکړه

د خوست دیني عالمانو له حکومت او طالبانو د خپل امنیت د خوندیتوب غوښتنه وکړه

author avatar
18 Jul 2020 - 15:16
د خوست دیني عالمانو له حکومت او طالبانو د خپل امنیت د خوندیتوب غوښتنه وکړه
author avatar
18 Jul 2020 - 15:16

خوست ښار(پژواک، ۲۸ چنګاښ ۹۹): د خوست يو شمېر ديني عالمان له افغان حکومت او وسله والو طالبانو غوښتنه کوي، چې د دوی د امنيت خونديتوب ته دې پاملرنه وکړي.

هغوی چې نن د «چنګاښ ۲۸مه» يوې غونډې ته خبرې کولې، د جنګ په ښکېلو غاړو په ځانګړي ډول افغان حکومت غږ وکړ، چې که د دوی امنيت خوندي نه کړي، نو له ملاتړ به يې لاس واخلي او په کور به کېني.

دوی په خپلو خبرو کې ويل، ديني عالمانو د تېرو شلو کلونو په ترڅ کې د خپل هېواد او حکومت څخه د ملاتړ په لار کې ډېرې قربانۍ ورکړې، خو ولې حکومت هغه ډول چې لازمه ده دوی ته پاملرنه نه ده کړې.

ددغه ولايت د ديني عالمانو شورا مشر مولوي شاه محمد،غونډې ته په دې اړه وويل: ((موږ د مربوطه ادارو نه خواست کوو چې یا د علماوو امنيت ونيسی او که نه يې نيسي، بيا موږ پوهيږو چې تاسو علماوو ته ضرورت نه لري، بيا به موږ په کورو کېنو.))

د مولوي محمدعارف عرفان په نوم ددغه ولايت بل ديني عالم بيا غونډې ته وويل، هغه ژمنې چې ولسمشر له ديني عالمانو سره د هغوی د ژوند د خونديتوب او نورو برخو کې کړې، يو په يو بايد عملي کړي.

هغه زیاته کړه، که حکومت د ديني عالمانو غوښتنې وا نه وري او ستونزې يې حل نه کړي، نو د ولس او حکومت ترمنځ فاصله به نوره هم زياته شي.

دی وايي: ((ولسمشره وعدې دې کړي پوره يې کړه. امنيت مو خوندي کړه، عزت مو خوندي کړه، سرپناه راته پيدا کړه، په خپل قوم کې په کرايه اوسيږو. موږ په ټولنه کې سالم حقه حقوق لرو. کار اهل کار ته وسپاره او ادارو کې علماوو ته وظيفې ورکړه.))

د خوست يو بل ديني عالم فقير محمد هم دغې غونډې ته په خپلو خبرو کې د دوی د امنيت د خونديتوب ترڅنګ له حکومت غوښتنه وکړه، چې هغوی ته په نظام کې پراخه ونډه ورکړي.

د هغه په باور، په نظام کې د علماوو ګډون سره به تر ډېره په ټولنه کې د ډېرو شته ستونزو او ناخوالو ته د پای ټکی کېښودل شي.

هغه زياته کړه: ((په دولت زموږ غږ دا دی چې په دولتي ادارو کې ورته د ګډون زمينه برابره کړي. ځيني وخت نظامي ځواکونه د علماوو نه ګيلې لري، علت يې دا دی چې د علماوو په بستونو باندې بل څوک مقرر دي، که چېرې علما پرې مقرر شي، بيا به دا ګيله ختمه شي.))

د خوست د حج اوقافو رئيس مولوي اظهارالدين هم يادې غونډې ته په خبرو کې د جنګ له ښکېلو غاړو غوښتنه وکړه، چې د ديني عالمانو د ژوند خونديتوب ته پام وکړي.

د هغه په وينا، که چېرې دوی دا سرمايه له لاسه ورکړي، نو ټولنه به له ډول ډول ستونزو سره لاس او ګريوان وي.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.