ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په نړۍ کې د کرونا ناروغانو شمېر ۱۴ میلیونو ته ورسېد

په نړۍ کې د کرونا ناروغانو شمېر ۱۴ میلیونو ته ورسېد

author avatar
18 Jul 2020 - 10:53
په نړۍ کې د کرونا ناروغانو شمېر ۱۴ میلیونو ته ورسېد
author avatar
18 Jul 2020 - 10:53

کابل (پژواک، ۲۸ چنګاښ ۹۹): د راپورونو له مخې، په ټوله نړۍ کې د کرونا ناروغانو شمېر ۱۴ میلیونوته رسېدلی چې ۲۵ سلنه یې یواځې په امریکا کې دي.

کرونا ويروس چې شاوخوا شپږ میاشتې مخکې لومړى د چين په اووهان ښار کې پیدا شو، اوس د نړۍ شاوخوا ۲١۰ هېوادونو او سیمو ته خپور شوى دى.

په لومړيو مياشتو کې پر دې ناروغۍ تر ټولو زيات چينايان اخته او مړه شول، خو اوس دا ناروغي په چين کې کنټرول شوې، خو په امريکا او ځینو اسیایي هېوادونو کې په ډېرې تېزۍ سره د خپرېدو په حال کې ده.

د امریکا د جان هاپکنز پوهنتون د معلوماتو له مخې چې د کرونا ناروغۍ په اړه معلومات او ارقام خپروي، تر نن سهاره پورې په ټوله نړۍ کې د کرونا ناروغانو شمېر ۱۴ میلیونو ته رسېدلی دی.

دې سرچینې زیاته کړې چې تر اوسه څه باندې اته میلیونه کسان بېرته روغ شوي دي.

د راپورونو له مخې، په ټوله نړۍ کې تراوسه له کرونا څخه شپږ سوهزره کسان مړه شوي دي.

یادې سرچینې ویلي چې له پاتې ناروغانو ۹۹ سلنه یې د روغتیا په منځني او یو سلنه یې په سخت حال کې دي.

سرچینې زیاته کړې، دغه ویروس تر ټولو زیات امریکا ځپلې، هلته پر کرونا ویروس د اخته کسانو شمېر درې میلیونو۶۶۵زرو ته رسېدلی چې د ټولې نړۍ د ناروغانو ۲۵ سلنه تشکیلوي.

دغه راز په امریکا کې ۱۳۹زره کسان له دې ناروغۍ مړه شوي دي.

له امریکا وروسته برازیل کرونا ډېر ځپلی؛ هلته دوه میلیونه کسان پرې اخته او ۷۸ زره کسان مړه شوي دي.

په هندوستان کې هم دا وبا په تېزۍ سره خپرېږي او د ناروغانو شمېر یې له یومیلیون اوښتی دیاو په نړۍ کې له دغه اړخه درېیم ځپل شوی هېواد دی. دغه راز هلته ۲۶زره کسان مړه شوي دی.

دغه راز روسیه په څلورم مقام کې ده؛ هلته ۷۵۹زره کسان پرې اخته شوياو۱۲زره  کسان ترې مړه شوي دي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.