ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د کندهار د انګورو په باغونو کې د سپېرغوږي په نوم مرض لګېدلی

د کندهار د انګورو په باغونو کې د سپېرغوږي په نوم مرض لګېدلی

author avatar
19 Jul 2020 - 11:03
د کندهار د انګورو په باغونو کې د سپېرغوږي په نوم مرض لګېدلی
author avatar
19 Jul 2020 - 11:03

 

 

 

 

کندهار (پژواک، ۲۹ چنګاښ ۹۹): په کندهار کې د انګورو باغ لرونکي وايي، انګورو یې داسې مهال د سپېرغوږي په نوم مرض کړی چې د حاصلاتو ټولولو وخت یې را رسېدلی دی.

دوی وايي، دغې ناروغۍ یې انګور خراب کړي دي او په بازار کې د دغه مرض موندل کېدونکي درمل بې کیفیته دي او له څو ځلې کارولو سره یې هم د دغه مرض مخنیوی نه دی کړی.

سپېرغوږی د انګورو له فنګسي امراضو له ډلې دی چې له امله یې د انګورو تاک کمزوری کېږي، پاڼې یې ژیړېږي او د حاصلاتو کچه یې ټېټېږي.

محمد عوض د کندهار د پنجوايي ولسوالۍ په موشان سیمه کې د انګورو باغ لري چې د تاکونو شمېر تر ۵۰۰ اوړي.

نوموړي پژواک خبري اژانس ته وویل، له تېرې څه مودې راهیسې یې د انګورو په باغ کې د سپېرغوږي په نوم مرض ګډ شوی او د هغه انګور یې خراب کړي دي.

هغه زیاته کړه، په بازار کې یې د دغې ناروغۍ درمل اخیستي او شاوخوا لس ورځې کېږي چې په پر له پسې توګه یې کاروي او تاکان ورباندې سپرې کوي خو هیڅ ګټه یې نه ده کړې.

هغه شکایت کوي چې له یوې خوا یې د دغه مرض له امله انګور د خرابېدو له ګواښ سره مخ دي او له بلې خوا په بازار کې موندل کېدونکي درمل بې کیفیته دي.

عوض وايي، د ټول کال هیلې یې له همدې باغ سره تړلي، که د دغه مرض مخینوی و نه شي نو د انګورو د خرابېدو په صورت کې به لوی زیان ور واوړي.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.