ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په پارلماني چارو کې د دولت مخکنی وزیر غلام فاروق وردګ د مشرانو جرګې له خوا وستایل شو

په پارلماني چارو کې د دولت مخکنی وزیر غلام فاروق وردګ د مشرانو جرګې له خوا وستایل شو

author avatar
19 Jul 2020 - 19:35
په پارلماني چارو کې د دولت مخکنی وزیر غلام فاروق وردګ د مشرانو جرګې له خوا وستایل شو
author avatar
19 Jul 2020 - 19:35

کابل (پژواک، ۲۹ چنګاښ ۹۹): مشرانو جرګې په ځانګړې عمومي ناسته کې په پارلماني چارو کې د دولت مخکنی وزیر غلام فاروق وردګ د ښو کړنو، غوره مدیریت او اغېزناکې رهبرۍ له امله د مډال او ستاینلیک په ورکولو وستایه.

په دې اړه نن (د چنګاښ ۲۹مه) په مشرانو جرګه کې ځانګړي مراسم نیول شوي وو.

د مشرانو جرګې رییس فضل هادي مسلمیار فاروق وردګ د هېواد په کچه یو ملي او اغېزناک سیاسي شخصیت او د معاصر نظام له بنسټګرو یاد کړ.

مسلمیار د افغانستان اسلامي جمهوریت د بېلابېلو بنسټونو رغولو او د حکومتي چارو د پرمخ وړلو لپاره د ګڼو ځوانانو روزلو په برخه کې د ښاغلي وردګ رول مهم وباله، زیاته یې کړه چې فاروق وردګ د هېواد یو مشر دی او مشرانو جرګې لازمه وبلله چې د ده لاسته راوړنې او کړنې وستایي.

بلخوا په پارلماني چارو کې د دولت وزیر غلام فاروق وردګ د سنا مجلس له اداري پلاوي، غړو او د دارالانشاء له کارکوونکو د مننې ترڅنګ هېواد او خلکو ته خدمت کول د خپل ځان او ولس عزت وباله.

نوموړي د خپلو خبرو پرمهال ټینګار وکړ چې د هېواد لوړې ګټې او د ملي موخو تحقق یې لومړیتوب دی، له همدې کبله یې د دندې پر مهال هېڅکله هم د ملي شورا د دواړو خونو ترمنځ توپیري چلند نه دی کړی.

په پارلماني چارو کې د دولت مخکني وزیر په خپلو کامیابیو او لاسته راوړنو کې د ملي شورا رول خورا مهم یاد کړ او زیاته یې کړه چې تېر ۳۵ کلن ماموریت او مبارزه یې که هغه د وطن د ازادۍ پر مهال مقدس جهاد او نړیوال معتبرو موسسو په چوکاټ کې اړمنو هېوادوالو ته د لومړنیو مرستو رسول وو او که په تېرو دوو لسیزو کې د هېواد د مهمو نهادونو رغول وو، عزت او عبادت دی.

نوموړي همداراز ژمنه وکړه چې د ژوند تر پایه به همدلته په هېواد کې پاتې کېږي او د خپل ولس او خلکو خدمت به کوي.

Visits: 6

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.