ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

​د کانکور ازموینې اخیستو لومړی پړاو نن د هېواد په ۱۷ ولایتونو کې پيل شو

​د کانکور ازموینې اخیستو لومړی پړاو نن د هېواد په ۱۷ ولایتونو کې پيل شو

author avatar
19 Jul 2020 - 14:13
​د کانکور ازموینې اخیستو لومړی پړاو نن د هېواد په ۱۷ ولایتونو کې پيل شو
author avatar
19 Jul 2020 - 14:13

کابل (پژواک، ۲۹چنکاښ ۹۹): د لوړو زده کړو وزارت وایي چې د کانکور ازموینه د عامې روغتیا وزارت د لاښوونو په پام کې نیولو سره نن پیل شوه.

د لوړو زده کړو وزارت د ویاند مرستیال محمد حنیف فرزان پژواک خبري اژانس ته وویل چې د کانکور ازموینو لومړی پړاو په اروزگان، بادغیس، پکتیکا، پنجشېر، دایکنډي، زابل، سرپل، سمنگان، غور، فراه، کندوز، کندهار، کونر، لوگر، نورستان، نیمروز او میدان وردګو ولایتونو کې پیل شو.

د هغه په خبره، د کانکو ازموینه د دغو ولایتونو له ډلې په اروزګان او نورستان کې نن پای ته رسېږي، خو لومړی پړاو په نورو ولایتونو کې سبا هم دوام کوي.

هغه زیاته کړه چې یاده ازموینه په ازاده  فضا او د عامې روغتیا وزارت د لارښوونو په پام کې نیولو سره ترسره کېږي.

د کانکور ازموینې د پلاوي رییس پوهندوی دوست محمد فیضي نن سهار په غور کې د کانکور ازموینې پر مهال وویل چې دوی دغه ازموینه په درېیو ورځو کې اخلي.

فیضي وایي چې نن زرو کسانو په ازموینه کې ګډون کړی دی.

د هغه په وینا، په غور کې د کانکور له ۲۷۳۵ داوطلبانو ۶۸۵ یې نجونې جوړوي.

د لوړو زده کړو وزارت د ویاند د مرستیال د معلوماتو له مخې، د دې ازموینې دویم پړاو چې د لوی اختر په څلورمه پیلېږي په اتو ولایتونو (هلمند، غزني، پکتیا، خوست، کاپیسا، بامیان، لغمان او هرات) کې ترسره کېږي.

هغه وایي چې د کانکور درېیم پړاو چې له لوی اختر  ۷ ورځې وروسته به پیل شي، په فاریاب، جوزجان، بلخ، پروان او بغلان ولایتونه ترسره کېږي.

د لوړو زده کړو وزارت د ویاند مرستیال وایي چې د کانکور ازموینې څلورم پړاو په ننګرهار، تخار او بدخشان ولایتونو کې ترسره کېږي.

د کانکور ازموینې د ملي ادارې د معلوماتو له مخې، له احتمالي پلان سره سم، د کانکور ازموینو بهیر به د هېواد په ۳۳ ولایتونو کې په څلورو پړاوونو کې د زمري تر پایه بشپړ شي او په کابل کې به د کانکور ازموینه د وږي له لومړۍ، په شپږو یا ۷ پړاوونو کې تنظیم شي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.