ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

احمدي: سوله ژوند دی، ژوند خدايي نعمت دی او افغانان ژوند ته اړتیا لري

احمدي: سوله ژوند دی، ژوند خدايي نعمت دی او افغانان ژوند ته اړتیا لري

author avatar
19 Jul 2020 - 09:01
احمدي: سوله ژوند دی، ژوند خدايي نعمت دی او افغانان ژوند ته اړتیا لري
author avatar
19 Jul 2020 - 09:01

کابل (پژواک، ۲۹ چنګاښ ۹۹): شاعر او لیکوال ګل اغا احمدي وردګ چي کلونه یې د سولې لپاره قلمي مبارزه کړې، وایي، افغانان په خپلو “ستړو دعاګانو” کې له خدای څخه سوله غواړي او دی هیله لري چې الله (ج) یې دغه دعا قبوله کړي. 

ګل آغا احمدي وردګ په ۱۳۴۵ هجري لمریز کال کې د میدان وردګو ولایت د جغتو ولسوالۍ د ګوربت د تاریخي غره په لمن کې پروت د “ګلدرې د لیګي باباخېلو” کلي کې زېږېدلی او اوس له خپلې کورنۍ سره کابل کې اوسېږي.

دغه په سوله مین شاعر او لیکوال د ماسټرۍ تر کچې زده کړې لري او په بېلابېلو دولتي ادارو کې يې دندې تر سره کړې دي.

احمدي د خپل ژوند ډېره برخه په جګړو ځپلي افغانستان کې د سولې ټینګښت لپاره قلمي مبارزې ته ځانګړې کړې او تراوسه یې د سولې لپاره لس کتابونه چاپ شوي او وایي چې د سولې په برخه کې ناچاپ آثار هم لري.

سوله په آیتونو کې، سوله په حدیثونو کې، سوله په حکمونو کې، سوله په سیرتونو کې، سوله په نظرونو کې، سوله په بنسټونو کې، سوله په شخصیتونو کې، سوله په مکتبونو کې، سوله په نثرونو کې اوسوله په شعرونو کې، د سولې په برخه کې د احمدي چاپ شوي اثار دي.

د هغه د معلوماتو له مخې، له ۱۵۰۰ څخه زیاتې شعري او له ۲۰۰۰ څخه زیاتې نثري پارچې، مقالې او څېړنیزې لیکنې لري او ټول یې ۷۷ کتابونه لیکلي چې ۲۵ یې چاپ شوي دي.

ده له پژواک خبري اژانس سره په ځانګړې مرکه کې وویل:” د ۱۳۵۷ کال د غويي د اوومې کودتا او له امله یې رامنځه شویو ناخوالو په ماشومتوب کې متاثر کړی وم، خو زما د لیکوالۍ بهیر د ۱۳۷۱ هجري لمریز کال د غویي له ۸ مې وروسته هغه مهال پیل شو چې د کابل تر نیولو وروسته له بده مرغه د مجاهدینو مختلفې ډلې چې تر غاښونو مسلح وې، په خپلمنځي جګړو لګیا شوې او هغه ژړونکی حالت زما په شمول هر سوله پال افغان غمجن کړ.”

هغه زیاتوي:”افغانستان ته د سولې د راوستلو د نورو هڅو تر څنګ زما ذهن په خوځېدو راغی او د سولې هغه ارمان چې ما په زړه کې درلود د شعر او نثر له لارې مې د قلم په وسیله ترسیم کاوه او له خپلو هیلو او ارمانونو سره یو ځای مې د سترګو او قلم په وسیله اوښکې تویولې.”

احمدي وایي، ځکه یې د سولې لپاره ډېرې لیکنې کړي چې”سوله الهي غوښتنه ده او خدای (ج) په قرآن کریم کې خیر ورته ویلی. سوله د پیغمبرانو رسالت دی، خدای (ج) خپل پیغمبران د تاریخ په اوږدو کې هغه مهال د بشر د هدایت لپاره را استولي چې کله په ځمکه کې د انسانانو تر منځ حالت د انفجار، جګړې، وژنو او بدمرغۍ حالت ته رسېدلی دی. الله پاک په همدغه وخت کې په انسانانو رحم کړی، دوی ته یې خپل استازی لېږلی او د دوی تر منځ یې د ځمکې پر سر سوله ییز ژوند تامین کړی. سوله د بشر اساسي غوښتنه ده او د انسانانو ژوند او د ژوند هر اړخیز پرمختګ یوازې په سوله پورې تړلی او یوازې په سوله کې انسانان ښه ژوند کولی شي. سوله د انسانانو د خپلمنځي ډاډ، هر اړخیزې ښېګڼې، مثبو اړیکو، علمي پرمختګ، عدالت، مساواتو او نېکمرغۍ سبب کېږي او د انسانانو حقوق یوازې د سولې په حالت کې د تامین  وړ دي، یوازې د سولې په حالت کې د ژوند ضمانت کېدلی او د ژوند لپاره مناسب حقوق ادا کېدلای شي. سوله هېڅکله د انسانانو په تاوان نه ده او جګړه هېڅکله د انسانانو په  ګټه نه ده. همدارنګه هره جګړه که په هر څومره سپېڅلي نوم پیل شوې وي د بشر د تباهۍ اساس ګڼل کېږي.”

دی زیاتوي:”زه د هر افغان په وژل کېدو او ټپي کېدو خپه شوی یم، د هر افغان د کور په ورانېدو مې د زړه مراندې شکېدلې او د ګران افغانستان د هرې برخې په ورانۍ بېل بېل خپه شوی یم. یادو او سلګونو دلایلو زه هڅولی یم چې خپلې لیکنې د انسانانو او په ځانګړې توګه د افغانانو تر منځ سولې، مینې، محبت، نېکمرغۍ، مثبت فکر، تعلیم، اقتصاد، صنعت، معلوماتي ټکنالوجۍ، کرنې او داسې نورو برخو ته متوجې کړم او هر ډول جګړه او تاوتریخوالی د خپلو لیکنو په وسیله په ټولنه کې محکوم کړم.”

دغه د سولې د هڅو فعال، شېبې د خیال نړۍ ته ولاړ او بیاد هېواد ناخوالو ته په پام د خپل یو شعر په ویلو سره یې خبرې پیل کړې چې ځینې بیتونه یې داسې دي:

د تورتم په ژور تل کې د یو څرک په تمه، تمه

د ناخوالو په ژوندون کې انساني تصویر ته ګورم

د لېمو په ډنډ کې غونډې دي د سترګو مرغلرې

زه د اوښکو په پاڅون کې ننني تصویر ته ګورم

د ویرونو په تابوت کې جنازې د وړانګو بار دي

د ژړاوو په صالون کې افغاني تصویر ته ګورم

احمدي سولې ته هیله من دی او زیاتوي: “زه د سولې هره هڅه ستایم او د سولې روانو هڅو ته سل په سلو کې هیله من یم، زه هیله من یم چې زما او د میلیونونو افغانانو د سولې هلې ځلې به اخر نتیجه ورکړي او په ګران افغانستان کې به سراسري سوله تامین شي. زه په افغانستان کې د جګړه مارو او جنګي ډلو ورکېدل داسې ګورم لکه له هرې تورې شپې څخه چې د سهار رڼايي او د لمر څرک په خپلو سترګو وینم او په دې یقین لرم چې په هېواد کې روانه ناروا جګړه، ستر ظلم او د تورتم حالت پای مومي او افغانان به د سولې له ستر نعمت څخه برخمن کېږي.”

دغه راز هغه وایي چې سوله د ټوله افغانانو هیله ده او زیاتوي:

په ولاړه، هم په ناسته، هم مزل کې سوله غواړو
د زاریو په منګولو، د زړه تل کې سوله غواړو
موږ د سولې خدای ته لېږو ستړې ستړې دعاګانې
موږ په فکر، په نظر او په عمل کې سوله غواړو
ترحم راته پېرزو کړه خدایه زموږ واړه، زاړه ته
چې د مینې قدم واخلو، په هر پَل کې سوله غواړو
د وبا په رنځ اخته کړه خونړي لاسونه خدایه
موږ د دې خاورې د وینو په مورچل کې سوله غواړو
پردیپاله غلامي په خپل حکمت رسوا، رسوا کړه
غلامان چې په کې نه وي په کابل کې سوله غواړو
موږه داسې یاري غواړو چې په مینه وي سمباله
موږ د خپل جانان په څڼو او وربل کې سوله غواړو
ترانې مو کړه رنګینې بیا د سولې په نغمو کې
احمدي د قلم څوکه او غزل کې سوله غواړو

سوله ژوند دی

احمدي افغانانو ته د سولې د اهمیت په اړه زیاتوي: “سوله ځکه د افغانستان او افغانانو لپاره ډېره مهمه ده چې د افغانانو ژوند ورسره تړلی، لوی اکثریت افغانان له روانې جګړې څخه ستړي شوي دي، میلیونونه افغانان د جګړې له لاسه وژل، ټپیان او بېځایه شوي دي او جګړې یې د کورونو په ګډون د ژوند هر اړخیزې اسانتیاوې او زیربناوې ورانې کړې او له  متمدن ژونه څخه یې سلګونه کلونه شاته غورځولي دي. سوله د هر افغان لپاره مهمه ده، ځکه چې جګړې یې برخلیک پردیو ته په لاس ورکړی… سوله ځکه د هر افغان لپاره مهمه ده چې سوله د خدای امر دی او خدای (ج) خیر او ښېګڼه په سوله کې ویني او یوازې د سولې تر چتر لاندې ژوند انساني ژوند دی چې د هر ډول پرمختګ ضمانت له ځان سره لري.

سوله ییز ژوند کولای شي چې له افغانانو سره په دیني، تعلیمي، کلتوري، سیاسي، اقتصادي، صنعتي، روغتیايي، کرنیز، تکنالوجیکي او داسې نورو ډګرونو کې مرسته  وکړي، ترڅو زموږ ستر او ویاړلی ملت د نړیوال پرمختګ له بېړۍ سره یو ځای شي، په سیمه او نړۍ کې له نورو سره د مثبتې سیالۍ مبارزه وکړي او افغانانو ته په ارامه فضا کې د ژوند کولو زمینه برابره شي. په لڼد ډول یې که ووایم هغه دا چې سوله ژوند دی، ژوند خدايي نعمت دی او افغانان ژوند ته اړتیا لري.”

د سولې په لار کې خنډونه

احمدي وردګ، جهالت، د دین تفسیر له خپلې ګېډې او د پردیو د فتواګانو په اساس کول، د پردیو له استخباراتي موخو بې خبري، په پیسو، وسلو او جنګ مین کېدل، د پردیو لمسون ته مثبت ځواب ویل، د جګړې له زیانونو او د سولې له ګټو څخه بې خبري، د خپل هېواد، خلکو او ټولنې په هکله بې تفاوتي، سخت زړیتوب او په ظلم باور لرل، په خپلو سیاسي او جګړه ییزو موخو کلک درېدل او بېځایه ضد او داسې فکر کول چې یوازې جګړه مار او د هغه ډله په حقه ده او د جګړې له لارې واک ته رسېدلی شي؛ د سولې د ټینګښت په لاره کې پراته خنډونه بولي.

د سولې دغه ارمانجن شاعر له خپلو ټولو هېوادوالو غواړي د مینې د خپرولو لپاره کار وکړي، تر څو جګړې خپل ځای سولې او وروولۍ ته پرېږدي.

د جګړې ښکېلو غاړو ته پیغام

ګل اغا احمدي وردګ وایي: “په افغانستان کې د جګړې ښکېلو لوریو ته زما پیغام دا دی چې جګړه و دروئ او سوله وکړئ، ځکه چې په دې جګړه کې هېڅ راز ګټونکی او بایلونکی نشته. تاریخ ثابته کړه چې په افغانستان کې روانه جګړه که له هرې خوا وڅېړل شي، د افغانانو د ژوند، د افغانانو د ارزښتونو، د افغانانو د ملي ګټو، د افغانانو د اقتصاد، د افغانانو د نظام، د افغانانو د تعلیم او د افغانانو د هر اړخیزو ګټو په زیان ده. همدارنګه له بلې خوا هر څاڅکی وینه چې په دې جګړه کې تویېږي د اسلام د سپېڅلي دین د لارښونو له مخې هېڅ راز جواز نه لري او د جګړې لوري باید په ځورېدلي او کړېدلي افغان ولس رحم وکړي، جګړه پرېږدي، قلم، کار، هڅو او د وطن ابادۍ ته مخه کړي. د افغانستان جګړه د پردیو د ګټو لپاره ده چې د افغانانو په وسیله جاري ده او تر ټولو ستر زیان یې افغان ولس ته رسېږي.”

دی زیاتوي:”د افغانستان په اوږده جګړه کې تر ډېره بهرنیانو ته ګوته نیول کېږي چې ګواکي هغوی ملامت دي او په افغانستان کې د جګړې لامل دي. زه وایم چې هېڅ جګړه په افغانستان کې بهرنیانو نه ده پیل کړې، هر بهرنی که په نظامي جامه کې دی یا سیاسي جامه کې خپله افغانانو را غوښتي او زموږ په هېواد کې یې د لاسوهنې زمینه ورته برابره کړې … نو باید خپله افغانان ځانونه د بهرنیانو د جاسوسي شبکو له جال څخه را و باسي او تر هر څه د خپل هېواد ګټې مقدمې و شمېري او سوله وکړي. بل دا چې سوله هم زموږ په لاس کې ده، که هر افغان خپل ماشومان، خپل لویان او د خپلې کورنۍ غړي سولې ته را وبولي، نو د جګړې پر ځای به زموږ ځوانان د تعلیم، کار او هېواد پالنې لوري ته ځي او دغه ورانونکې جګړه به ختمېږي.”

Visits: 20

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.