ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د پکتيا په څمکنيو ولسوالۍ کې تښتول شوی سيک را خوشی شو

د پکتيا په څمکنيو ولسوالۍ کې تښتول شوی سيک را خوشی شو

author avatar
19 Jul 2020 - 11:18
د پکتيا په څمکنيو ولسوالۍ کې تښتول شوی سيک را خوشی شو
author avatar
19 Jul 2020 - 11:18

ګردېز (پژواک, ۲۹ چنګاښ ۹۹): شاوخوا يوه مياشت وړاندې وسله والو طالبانو د پکتيا ولايت له څمکنيو ولسوالۍ څخه د نيدان سنګ په نوم يو سيک تښتولی و چې تېره ورځ بېرته راخوشی شوى دى.

سنګ د خوست ولايت اصلي اوسېدونکی او په کابل کې يوناني درملتون لري او وايي چې ډېورنډ فرضي کرښې ته نږدې د ډنډپټان ولسوالۍ اړوند په لوړو غرونو کې ساتل کېده.

نيدان سنګ له پژواک سره په ځانګړو خبرو کې وويل چې په څمکنيو ولسوالۍ کې د پخواني مندر او ګرونانک زيارت د ترميم لپاره تللی و چې په خبره يې د دوی کلنۍ ساون مذهبي مېلې ته يې چمتو کړي، خو په خبره يې په وروستۍ شپه وسله وال راغلي او له ځان سره يې بيولی دی.

سنګ زياته کړه چې وسله والو ډېر وهلی او شکنجه کړی او د هند لپاره يې پرې د جاسوسۍ تور لګولی و.

نوموړی وايي چې وسله والو ترې ۱۷۰زره افغانۍ هم اخيستې، خو کله چې پرې لګېدلي تورونه ثابت نه شول، نو تېره ورځ يې بېرته خوشی کړی دی.

۵۵ کلن نيدان سنګ وايي چې په ګردېز کې د ځينو ځمکو سربېره د څمکنيو ولسوالۍ د بنګښو اړوند په وټي سيمه کې هم د سيکانو ۱۳.۵ جريبه ځمکه او مندر شته چې د خونديتوب غوښتنه يې کوي.

سنګ وايي: ((هر څه مې آماده کړل، ځايونه مې ترميم کړل، دغه شپه زما آخري شپه وه، خو د شپې طالبان راغلل، په ځان کې مې کميس او په پښو مې بوټونه نه و، ويې باسلم. يو نيم ساعت شاوخوا يې موټر او تقريبا شل ساعته مو پياده مزل وکړ. هره ورځ يې شکنجه کولم. په طالبانو کې افغانان هم و او پنجابي هم.))

په څمکنيو کې د نيدان سنګ د کور، ځمکې او مندر ساتونکی نور محمد چې له نوموړي سره وسله والو بيولی او سخت شکنجه کړی، وايي چې يادې پېښې ډېر ځپلی او اندېښمن کړی دی.

نورمحمد پژواک ته وويل, نه پوهيږي ولې نامعلومو وسله والو دا ډول چلند ور سره کړی او زياتوي چې په سيمه کې هيڅوک له دوی او سيکانو ناوړه خاطره نه لري.

ده زياته کړه: ((تقريبا پنځه کاله کيږي چې په ګوردواره زيارت او کور کې يې اوسېږم. د شپې پټي مخي وسله وال راغلل، بو يې تلو او سخت يې وهلو. نه پوهېږم څنګه پېښه وه چې راغله، خو پخير تېره شوه.))

د پکتيا امنيتي مسوولين وايي چې ياده موضوع د دوی تر دوامدار څار لاندې وه او په تړاو يې درې تنه هم نيولي وو.

د پکتيا د امنيې قوماندانۍ د امنيت آمر سمونوال لطف الله کامران له نيدان سنګ او نورمحمد سره شوی چلند غير انساني او غير اسلامي بولي او وايي چې ټول له سنګ او کورنۍ سره يې خواخوږي لري.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.