د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

غږيزه څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

د کندهار د انګورو په باغونو کې د سپېرغوږي په نوم مرض لګېدلی

د کندهار د انګورو په باغونو کې د سپېرغوږي په نوم مرض لګېدلی

Jul 19, 2020 - 11:03

 

 

 

 

کندهار (پژواک، ۲۹ چنګاښ ۹۹): په کندهار کې د انګورو باغ لرونکي وايي، انګورو یې داسې مهال د سپېرغوږي په نوم مرض کړی چې د حاصلاتو ټولولو وخت یې را رسېدلی دی.

دوی وايي، دغې ناروغۍ یې انګور خراب کړي دي او په بازار کې د دغه مرض موندل کېدونکي درمل بې کیفیته دي او له څو ځلې کارولو سره یې هم د دغه مرض مخنیوی نه دی کړی.

سپېرغوږی د انګورو له فنګسي امراضو له ډلې دی چې له امله یې د انګورو تاک کمزوری کېږي، پاڼې یې ژیړېږي او د حاصلاتو کچه یې ټېټېږي.

محمد عوض د کندهار د پنجوايي ولسوالۍ په موشان سیمه کې د انګورو باغ لري چې د تاکونو شمېر تر ۵۰۰ اوړي.

نوموړي پژواک خبري اژانس ته وویل، له تېرې څه مودې راهیسې یې د انګورو په باغ کې د سپېرغوږي په نوم مرض ګډ شوی او د هغه انګور یې خراب کړي دي.

هغه زیاته کړه، په بازار کې یې د دغې ناروغۍ درمل اخیستي او شاوخوا لس ورځې کېږي چې په پر له پسې توګه یې کاروي او تاکان ورباندې سپرې کوي خو هیڅ ګټه یې نه ده کړې.

هغه شکایت کوي چې له یوې خوا یې د دغه مرض له امله انګور د خرابېدو له ګواښ سره مخ دي او له بلې خوا په بازار کې موندل کېدونکي درمل بې کیفیته دي.

عوض وايي، د ټول کال هیلې یې له همدې باغ سره تړلي، که د دغه مرض مخینوی و نه شي نو د انګورو د خرابېدو په صورت کې به لوی زیان ور واوړي.

نوموړی د کرنې له ریاسته غواړي چې له دوی سره د دغه مرض په مخنیوي کې مرسته وکړي.

 

عبدالنافع د کندهار د ژیړۍ ولسوالۍ د پاشمول اوسېدونکی دی، دی هم شکایت کوي چې د انګورو باغ یې د سپېرغوږي په نوم مرض کړی دی.

نوموړي پژواک خبري اژانس ته وویل، د انګورو تاکان یې ورځ تر بلې کمزوري کېږي او پاڼې یې ژړېږي، که مخنیوی یې و نه شي نو ټول انګور به یې خراب شي.

دی هم وايي، چې په بازار کې یې د دغه مرض درمل اخیستی او کارولي خو هیڅ ګټه یې نه ده کړې.

د ده په خبره، هر کال بېلابېل امراض او آفات د دوی باغونه زیانمن کوي، په کار ده چې د کرنې ریاست په دې برخه کې له کروندګرو سره مرسته وکړي.

د پنجوايي ولسوال حاجي فضل محمد اسحق وايي چې له یوې خوا سږ کال د تېر په پرتله د موسمي بدلونونو په وجه په دې ولسوالۍ کې د انګورو حاصلات کم شوي او له بلې خوا په کې د سپېرغوږي په نوم مرض لګېدلی دی.

ولسوال پژواک ته وویل، د ولسوالۍ د شورا له غړو او کروندګرو سره په اړیکه کې دی او له ده سره یې په وار وار په ناستو کې د دغه مرض په اړه شکایت کړی دی.

دی زیاتوي، د کرنې ریاست مامور هره ورځ راځي او د ولسوالۍ پر باغونو ګرځي خو په دې ولسوالۍ کې د انګورو سلګونه زره تاکان دي چې ټولو ته دغه یو کس رسېدګي نه شي کولای.

ولسوال غوښتنه کوي چې د دغسې ستونزو د مخنیوي لپاره دې د کرنې ریاست خپل مامورین او هڅې زیاتې کړي څو پر وخت کروندګر او باغ لرونکي له ستونزو وژغورل شي.

د کندهار د کرنې رییس سید حفیظ الله سیدي پژواک خبري اژانس ته وویل، تر اوسه د انګورو د سپېرغوږي په اړه چا ورته شکایت نه دی کړی.

خو ده وویل چې د دغې ناروغۍ د مخنیوي تر ټولو ښه وخت د انګورو د تاکانو د تاک بیرۍ وخت دی.

هغه له باغ لرونکو غوښتنه وکړه چې که په باغونو کې یې دغه مرض لګېدلی و نو د کرنې ریاست ته دې مراجعه وکړي څو دوی ورته د ښو کمپنیو باکیفیته درمل تجویز کړي.

د ده په خبره، اوس هم وخت شته او د دغې مرض د مخنیوي لارې چارې اسانې دي.

د یادونې ده چې تر راتلونکو څو اوونیو د کندهار د انګورو د حاصلاتو ټولول پیلېږي چې یوه اندازه یې په کشمش خونو کې د ممیزو په توګه وچېږي او یوه اندازه یې پاکستان او هندوستان ته صادرېږي.

په کندهار کې پر څه له پاسه ۲۰ زره هکتاره ځمکه د انګورو باغونه جوړ شوي چې د کرنې ریاست د معلوماتو له مخې به سږ کال ورڅخه ۳۰۰ زره ټنه انګور تر لاسه شي.

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement

Etisalat Get more data, Etisalat Afghanistan