د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

غږيزه څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

د ۲۰۲۰ کال په لومړیو ۶ میاشتو کې له خبریالانو سره د تاوتریخوالي ۴۲ پېښې ثبت شوې دي

د ۲۰۲۰ کال په لومړیو ۶ میاشتو کې له خبریالانو سره د تاوتریخوالي ۴۲ پېښې ثبت شوې دي

Jul 19, 2020 - 16:16

کابل (پژواک، ۲۹ چنګاښ ۹۹): د افغان خبریالانو کمېټه په وروستیو شپږو میاشتو کې له خبریالانو سره د تاوتریخوالي ۴۲ پېښو له ثبتېدو خبر ورکوي  او وایي، د سولې مذاکراتي ټېم له رسنیو او د بیان له ازادۍ د نه معامله کېدونکي ارزښت په توګه دفاع وکړي.

د افغان خبریالانو خوندیتوب کمېټې د ۲۰۲۰ کال په لومړیو شپږ میاشتو کې د خبریالانو پر وړاندې د تاوتریخوالي پېښو د ثبت په اړه نن  خپل راپور خپور کړ.

د یادې کمېټې رییس نجیب شریفي د یوه خبري کنفرانس پر مهال خبرې وویل، د ۲۰۲۰ زېږدیز کال په لومړیو شپږ میاشتو کې د تاوتریخوالي ۴۲ قضیې ثبت شوې دي چې د تېر کال د ورته وخت پرتله  لږ کموالی ښیي.

دده د معلوماتو له مخې چې د تېرکال په لومړیو شپږومیاشتو کې د کمېټې له خوا د تاوتریخوالي  ۴۵پېښې ثبت شوې وې.

هغه وویل چې د خبریالانو پر وړاندې د تاوتریخوالي ۴۲ پېښو کې ۲ د قتل، ۱۱ د ټپي کېدو، ۶ د وهلو ټکولو، ۹ د توهین او سپکاوي، ۷ د ګواښونو، ۴ د تښتونې، ۲ د غلاوو او یوه د غیرقانوني چلند په اړه دي.

دده د معلوماتو له مخې، د قتل په دوو مواردو کې د خورشید ټلوېزون دوه خبریالان شامل دي چې د روان کال د غبرګولي په لسمه د یوې ماین چاودنې له امله ووژل شول.

شریفي وویل چې د طالبانو او داعش ډلې د ۲۰۲۰ کال په لومړیو شپږو میاشتو کې د خبریالانو پر وړاندې د تاوتریخوالي او ګواښونو د ۱۸ پېښو مسوولې پېژندل شوې دي.

ده وویل چې د تاوتریخوالي پاتې نورې ۲۴ پېښې د حکومت، زورواکو، غلو او ناپېژاندو کسانو له خوا ترسره شوې دي.

د خبریالانو خوندیتوب کمېټې د راپور پر بنسټ، د ۲۰۲۰ کال په لومړیو شپږو میاشتو کې د هېواد په شمال زون کې د خبریالانو پر وړاندې د تاوتریخوالي هېڅ قضیه نه ده ثبت شوې.

د خبریالانو خوندیتوب کمېټې رییس، د سولې له مذاکراتي ټېم څخه غوښتنه وکړه چې د سولې مذاکراتو په پیلېدو سره له رسنیو او د بیان له ازادۍ د نه معامله کېدونکي ارزښت په توګه دفاع وکړي.

نوموړي زیاته کړه چې کمېټې په دې برخه کې طرزالعمل هم چمتو کړی دی.

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement

Etisalat Get more data, Etisalat Afghanistan