ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

غور ته له کرونا سره د مبارزې لپاره ځانګړو شوو پیسو کې پراخ فساد

غور ته له کرونا سره د مبارزې لپاره ځانګړو شوو پیسو کې پراخ فساد

author avatar
19 Jul 2020 - 11:26
غور ته له کرونا سره د مبارزې لپاره ځانګړو شوو پیسو کې پراخ فساد
author avatar
19 Jul 2020 - 11:26

کابل (پژواک، ۲۹ چنګاښ ۹۹): د پژواک موندنې ښيي چې به غور کې له کرونا سره د مبارزې لپاره ځانګړو شوو پیسو باندې ځیني غیر اړین توکي او ۲۴ قلمه جنسونه په ټوله کې د بازار له نرخه نږدې ۲۷۷زره افغانۍ (شاوخوا ۳۱سلنه) په لوړه بیه پېرل شوي دي.

دغه راز موندنې ښيي چې کابل ته د لېږل شوي درې کسیز پلاوي په اووه ورځني سفر باندې دوه سوه زره افغانۍ لګېدلې او د دغه پلاوي هر غړي د ورځې ۹۵۰۰ لګولې دي. دغه لګښت په غور کې د مدني فعالانو له نیوکو سره مخ شوی دی.

افغان حکومت غور ته له کورنا سره د مبارزې لپاره ۲۰ میلیونه افغانۍ ځانګړې کړې وې.

د یادو پیسو د لګښت جدول له مخې چې د یوې سرچینې له خوا پژواک خبري اژانس ته سپارل شوی، د غور سیمه ییزې ادارې له یادو شل میلیون افغانیو، ۱۹۹۸۱۵۳۶ افغانۍ لګولې دي.

له دې جملې تر درې میلیون او ۴۳۶زره ډېرې افغانۍ د کوویډ- ۱۹ اتیا بستریز روغتون د پرسونل په معاشونو، له یو میلیون او ۲۹۲زره ډېرې افغانۍ د دغه روغتون لپاره د وسایلو په پېرلو، سل زره افغانۍ د خدمتي کارکوونکو په مدد معاش، ۴۷۵۰۰ افغانۍ کابل ته د تللي پلاوي په لګښت، ۳۵۹۰۰ افغانۍ د ۳۵ قلمه درملو په پېرلو، ۵۰زره افغانۍ د تولک ولسوالۍ لپاره د تجهیزاتو او اعاشې په چمتو کولو، نږدې ۴۷۱زره افغانۍ د ښار د ضد عفوني کولو او دوا پاشلو د وسایلو په پېرلو، له ۷۲۵زره ډېرې افغانۍ د کوویډ- ۱۹ روغتون کارکوونکو لپاره د محافظتي وسایلو په پېرلو، ۱۳ میلیونه او ۴۱۰زره افغانۍ د کوویډ-۱۹ روغتون لپاره د طبي وسایلو په پېرلو کې لګول شوې دي.

د بازار له نرخه په لوړه بیه پېرنه

پژوک خبري اژانس د یادو لګښتونو له جلې د غور د کوویډ- ۱۹ روغتون لپاره د سیمه ییزې ادارې له خوا د ۳۵ قلمه توکو پېرل څېړلي دي او د یاد توکو نرخ اخیستنه یې په «حاجي کریم داد الکتریک»، «حاجي تاج گل ستانکزی الکتریک او پرزه پلورنځی»، «نوري د عکاسي ډیجیټلي سټیډیو، فوتوکاپي او قرطاسیه فروشي»، «صنایع چوبی و MDF فیروزکوه» او «قالین فروشی عبدالغفار و برادران» کې کړې ده.

د څېرنو له مخې چې پایلې یې په لاندې جدول کې لیدلای شئ، په ځینو برخو کې ډېر توپیر لیدل کېږي او په ټوله کې یاد توکي د بازار له نرخه ۲۷۷زره افغانۍ په لوړه بیه پېرل شوي دي.

په داسې حال کې د غور ولایت مقام مالي رییس عبدالصمد احمدي وايي چې د غور ادارې دغه جنسونه له قانون او کړنچارو سره سم د ازادې سیالۍ له لارې قراداد کړي او درغلي نه په کې نه ده شوې.

هغه زیاته کړه: ((لوی او د پام وړ توپیر په کې نه وینم، د یوه یا دوو قلمونو بیې که لوړې هم وي، جنس په پرچون ډول له بازاره نه دی پېرل شوی، د قرارداد له لارې شوی او په هر قرارداد کې لس او یا له هغو ډېرو شرکتونو ګډون کړی او موږ له هغه شرکت سره چې نرخ کې ټیټ راکړی و، قرارداد کړی دی.))

د غیر اړینو جنسونو پېرل

د یادونې ده چې په پېرل شوو دغو ۳۵ قلمه جنسونو کې ځیني غیر اړین توکي لکه ۱۲ ټلوېزیونونه هم شته.

د روغتیايي چارو یوه متخصصه ډاکتره پتوني تایشمن وايي چې له کرونا سره د مبارزې پروژه په ټوله کې سمه نه ده مدیریت شوې او په دغسې شرایطو کې چې افغانستان له اقتصادي اړخه په سم وضعیت کې نه دی، باید د یادو وسایلو لکه ټلوېزیون، کوچ او نورو پر ځای باید د ناروغانو درملنې لپاره درمل او نور اړین توکي پېرل شوي وای.

نوموړې وايي چې د سم مدیریت نه شتون فساد ته لار هواره کړې ده.

هغه زیاتوي: ((که څه هم زه په کابل کې یم او د غور په اړه بشپړ معلومات نه لرم، خو دغسې بې نظمۍ چې هر چېرې وي، د فساد ښکارندویې دي.))

په همدې حال د کابل د علي جناح روغتون یو ډاکتر چې د کرونا ناروغان په کې درملنه کېږي، وايي چې په دغه روغتون کې له ټلوېزیونه استفاده بنده ده.

هغه چې نه غواړي راپور کې یې نوم واخیستل شي، وايي چې په روغتون کې نه یوازې دا چې ټلوېزیون ته اړتیا نشته، بلکې د ناروغانو لپاره مزاحمت کوي چې باید په روغتون کې له هغه استفاده ونه شي.

خو د غور ولایت مقام مالي رییس وايي چې دوی دغه توکي د دغه ولایت د عامې روغتیا ریاست د وړاندیز له مخې پېرلي، دغه جنسونه بې ګټې نه دي؛ ځکه هر دفتر ورته اړتیا لري.

هغه په دې اړه چې ولې په تولک کې شل بستریز روغتون نه دی جوړ شوی، وویل چې د تولک ولسوالۍ مسوولین له مخکني والي سره په اړیکه کې و او دی په جریان کې نه دی اچول شوی.

د توازن نه شتون او بېځایه لګښتونه

د پژواک موندنې ښيي چې دغه ولایت ته له کرونا سره د مبارزې لپاره له ورکړل شوو شل میلیونه افغانیو ۵۰زره یې د تولک ولسوالۍ لپاره ځاګړې شوې او د دغه ولایت نورې ولسوالۍ په دې برنامه کې شاملې شوې نه دي.

د غور د مدني بنسټونو همغږی کوونکی محمد حسن حکیمي پژواک ته وویل چې د له دغو پیسو باید نورو ولسوالیو ته هم ورکړل شوې وای خو د نا معلومو دلیلونو له مخې د یادو پیسو په لګولو کې توازن په پام کې نه دی نیول شوی.

دا په داسې حال کې ده چې له یادو پیسو د تولک ولسوالۍ لپاره هم غیر طبي وسایل پېرل شوي او هغه هم تر اوسه کارول شوي نه دي؛ ځکه په دې ولسوالۍ کې تر اوسه د کوویډ- ۱۹ ناروغانو لپاره روغتون نه دی جوړ شوی.

د تولک د عامې روغتیا مسوول سید مجتبی حفیظي وايي چې له کرونا سره د مبارزې لپاره یې ۵۰زره افغانۍ ترلاسه کړې دي، په دغو پیسو یې د غور د مخکني والي غلام ناصر خاضع په سپارښتنه لوجستیکي وسایل لکه کمپلې، بالښتونه، دوشکې، سولرونه او لین پېرلي دي.

هغه هم وايي چې دغه توکي د اوس لپاره په کار نه راځي او باید پر ځای یې درمل او نور طبي وسایل او درمل پېرل شوي وای، خو هغوی په دې دلیل دغه توکي وپېرل چې ګواکې په دې ولسوالۍ کې د کوویډ- ۱۹ ناروغانو شل بستریز روغتون جوړوي او د هغه لپاره دې وکارول شي خو دغه روغتون د غور د سیمه ییزې ادارې د نه ملاتړ له امله تر اوسه نه دی فعال شوی.

د نوموړي په خبره، دا په داسې حال کې ده چې د تولک ولسوالۍ ډېری اوسېدونکي پر کرونا اخته شوي او طبي وسایلو ته جدي اړتیا لري.

هغه په دې اړه چې ښايي پر شل میلیونه افغانیو روغتون جوړ شي، وویل: ((والي صاحب غلام ناصر خاضع وویل، تاسو خریداري وکړئ، یو شل بستریز روغتون په تولک کې جوړ کړئ، هماغه د سید عبدالله علوي لېسه یې وټاکله، بیا یې یو ناڅاپي وویل چې دغه وسایل وپېرئ تر هغو چې موږ څه نورې پیسې هم حواله کړو، خو نورې یې پیسې یې حواله نه کړې چې دغه روغتون جوړ کړو، پېرل شوي توکي هم پر ځپل ځای پاتې دي.))

په دغه حال کې د غور د عامې روغتیا رییس جمعه ګل یعقوبي وايي چې د کرونا پېښو ډېرېدو په دلیل له کرونا سره د مبارزې کمېټې له خوا د تولک له ولسوالۍ سره یو څه اندازه پیسې مرسته شوې ده.

د یعقوبي په خبره، له درې کسیزو ټېمونو پرته چې ناروغان معاینه کوي، د غور یوه ولسوالۍ هم له کرونا سره د مبارزې لپاره امکانات نه لري او د تولک لپاره ځانګړې شوې پیسې د شل بستریز روغتون سمبالولو په موخه لګول شوې دي.

په عین حال کې د غور ولایت مقام مالي رییس عبدالصمد احمدي په دې اړه وویل: ((د تولک ولسوالۍ په دغه دلیل چې په لومړیو کې په دې ولسوالۍ کې د کرونا مثبتې پېښې ډېرې وې، کمېټې اړیتا وبلله چې له دغو پیسو د یادې ولسوالۍ لپاره هم ځانګړې کړي او موږ له دې امله چې فیروزکوه ښار د کرونا له جدي ګواښ سره مخ و، ومو غوښتل په ښار کې د کوویډ- ۱۹ مجهز وي.))

لوړې او  پوښتنې راولاړوونکې سفریې

د غور د لګښوتونو ولایتي کمېټې په یوه بله برخه کې راغلي چې  ۱۹۹۲۳۰ افغانۍ کابل ته د غوښتل شوي پلاوي په تګ راتګ لګېدلې دي.

د عبدالصمد احمدي د معلوماتو له مخې، په یوه اوونۍ کې درېیو کسانو (د ولایت مقام استازي، د مستوفیت او عامې روغتیا استازو) ۱۹۹۲۳۰ افغانۍ لګولې او د سفر کرایه یې ترلاسه کړې ده.

دا په داسې حال کې ده چې د کرایي چارو د تنظیم مقررې د اوومې مادې له مخې، د هېواد په دننه کې د سفر کوونکي جېب خرڅ (سفریه) د ورځې زر افغانۍ ده.

د مدني ټولنو همغږي کوونکی حسن حکیمي وایي: «د پلاوي د پیسو لګښت ښیي چې ډېر لوړ مصرف یې درلود، ډېرې پیسې وې، یو کس چې په ستاره هوټل کې هم ژوند وکړي، دغه ډول لګښت نه کوي، نو ښیي چې په دغو پیسو کې فساد ترسره شوی دی.»

هغه زیاتوي چې د غور د سیمه ییزې ادرې او له کرونا ویروس سره د مبارزې کمېټې د پلاوي غړي د غلا له امله تر اوسه نه دي حاضر شوي، د پیسو د لګښت په اړه خلکو ته راپور ورکړي.

د غور ولایتي شورا غړی عبدالحمید ناطقي هم وایي: «دغو پیسو په لومړیو کې په غور کې خپل جنجالونه له ځان سره لرل؛ د وسایلو او توکو له نرخ اخیستو او درملو تیارولو او د هغه پلاوو سفر چې د تجهیزاتو لپاره تللي وو، لوی بحث و چې درې کسان په یوه اوونۍ کې تللي وو، ۱۹۹زره افغانۍ یې لګولې دي او [له کرونا سره د مبارزې] کمېټې په ترکیب کې د ولایتي شورا غړی و، پر دې موضوع یې ټینګار کړی و خو له بده مرغه د ولایتي شورا د غړي خبرو ته چا پاملرنه نه ده کړې او دغه پیسې یې په مستقیم ډول مصرف کړې دي. زه فکر کوم چې امکانات دقیق په مصرف نه دي رسول شوي او که د راتلونکي لپاره دقیقه پالیسي په پام کې ونه نیول شي، نورې پیسې هم نادرکه کېږي.

خو د غور ولایت مقام مالي رییس په دې اړه وایي: «مخکې درې کسه پلاوی، د ولایت او کرونا کمېټې صلاحیت ته په کتو ټاکل شوی و او هغوی په خپله د لګښت صلاحیت درلود، په هغوی پورې اړه لري، د کمېټې له ترسره کولو مخکې چې زه په هغه کې وم، پیسې يې مصرف کړې، د قانون خلاف موږ هم نه شو کولای، شرایطو ایجابوله چې دغه لګښت وشي.»

پژواک د ډنمارک او د ملګرو ملتونو پراختيايي پروګرام (UNDP) په  مالي مرسته دا پور برابر کړی دی.

Visits: 9

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.