ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

پولیسو کابل کې ۱۶ کسان د بېلابېلو جنایي جرمونو په تور نیولي

پولیسو کابل کې ۱۶ کسان د بېلابېلو جنایي جرمونو په تور نیولي

author avatar
19 Jul 2020 - 14:55
پولیسو کابل کې ۱۶ کسان د بېلابېلو جنایي جرمونو په تور نیولي
author avatar
19 Jul 2020 - 14:55

کابل (پژواک، ۲۹ چنګاښ ۹۹) : د کابل امنيه قومانداني وايي چې د بېلا بېلو جنايي جرمونو په تړاو يې  ۱۶ کسان نيولي دي.

د  کابل د امنيه قوماندانۍ له خوا د چنګاښ په ۲۹مه په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، پوليسو د څو عملياتو په ترڅ کې د کابل په بېلابيلو سيمو کې ۱۶ کسان د جنايي جرمونو په تړاو نیولي دي.

سرچينه زياتوي، دغه کسان د کابل ښار په پنځمې، لسمې، پنځلسمې، یوولسمې، اتلسمې او نولسمې امنيتي حوزو کې د وسله والو غلاوو، ګرځنده غلاوو، شوکو ، د غیرقانوني وسلو لېږد ، د موټرو غلا او قاچاق په تور د پولیسو له خوا پېژندل شوي او نیول شوي دي.

په خبرپاڼه کې راغلي چې له يادو نيول شوو کسانو څخه یو کرولا موټر، درې ميله وسله او یوه برچه د پوليسو لاس ته ورغلي دي.

سرچینې ویلي، دغه راز د کابل پولیسو یو ټانکر موټر چې مخکې غلا شوی و هم نیولی او بیا یې خپل مالک ته سپارلی دی.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.