کابل (پژواک، ۳۰ چنګاښ ۹۹): د وسله والو طالبانو په هغه ځانمرګي موټربم برید کې چې نن مازیګر یې د میدان وردګو په سیداباد ولسوالۍ کې د ملي اردو پر کاروان کړی، دغو ځواکونو ته درنه مرګ ژوبله اوښتې ده.
د ملي دفاع وزارت په خبرپاڼه کې راغلي چې نن له غرمې وروسته یوه ځانمرګي بریدګر له چاودېدونکو توکیو پر ډک د یوې لارۍ موټر پر مټ د میدان وردکو د سیداباد ولسوالۍ د جغتو په دوه لاره کې د ملي اردو موټریز کاروان ته نږدې برید وکړ.
سرچینه لیکي: « په تاسف سره په دغه ترهګریزه پېښه کې، د ملي اردو اته تنه شهیدان شوي او نهه نور ټپیان شوي دي»
خو طالبان دعوه کوي چې په دغه برید کې چې نن د سیداباد په شنیز دره کې د عبدالله غزنوي په نوم د یو تن له خوا وشو، د دولتي ځواکونو ۴۸ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې او د دغو ځواکونو اووه ټانکونه هم ویجاړ شوي دي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن