ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

کابل ښاریان د برېښنا له پرچاویو سر ټکوي

کابل ښاریان د برېښنا له پرچاویو سر ټکوي

author avatar
20 Jul 2020 - 12:38
کابل ښاریان د برېښنا له پرچاویو سر ټکوي
author avatar
20 Jul 2020 - 12:38

کابل (پژواک،۳۰چنګاښ۹۹): د کابل ښار د بېلابېلو سيمو اوسېدونکي د برېښنا له پرچاویو سرټکوي، وایي چې پخوا به یوازې په ژمي کې دغه ستونزه وه، خو اوس په اوړي کې هم ورسره مخ دي.

د کابل ښار قنبر څلور لارې ته نږدې د "فامیلیانو" سیمې اوسېدونکي عبدالصبور پژواک خبري اژانس ته وویل:" حکومت په تېرو نږدې دوو لسیزو کې ونه شو کولای چې یوازې د پلازمېنې (کابل) د برېښنا ستونزه هواره کړي، اوس تر پخوا وضعیت بدتر شوی، پخوا به یوازې په ژمي کې پرچاوۍ وې، خو اوس په اوړي کې هم هره ورځ په ساعتونو، ساعتونو برېښنا نه وي."

هغه زیاتوي چې د برېښنا په پرچاویو کې هم فساد کیږي؛ ځکه چې پرچاوۍ په ځینو سیمو کې ډېرې، خو په ځینو کې کمې دي.

دی وایي:" زه له حکومت نه د ستونزې د حل غوښتنه نه کوم، ځکه چې له دې حکومت نه د خیر تمه کول، ځانته بازي ورکول دي."

د کابل ښار د پنځمې امنیتي حوزې اړونده د قلعه واحد سیمې اوسیدونکي ادریس احمد هم وایي چې د دوی په سیمه کې هره ورځ له درېیو تر څلورو ساعتونو برېښنا نه وي او خلک یې له ستونزو سره مخ کړي دي.

هغه زیاته کړه چې د کرونا ویروس له امله ډېری خلک له کوره کار کوي او چې برېښنا نه وي، کارونه یې له ځنډ اوخنډ سره مخ کیږي.

ده له حکومت څخه جدي غوښتنه وکړه چې دا ستونزه ژر تر ژره هواره کړي.

د کابل ښار د نهمې امنیتي حوزې اوسېدونکي شمس الهدا هم وایي:« زموږ د برېښنا ستونزه خو هیڅ حل نه شوه، ژمی هم دا ستونزه وي، اوړی هم، کله چې د برېښا پایه چپه شي په اوونیو، اوونیوبې برېښنا نه وي او پرته له هغه هم له پرچاوویو نه خلاصیږو.»

هغه وویل، چې په ۲۴ ساعتونو کې ۶ تر ۷ ساعتونو پورې ددوی برېښنا نه وي.

ده زیاته کړه، محصلین، د دفترونو کارکوونکي ټول برېښنا ته اړتیا لري او برېښنا ریاست یې باید ستونزو ته پام وکړي.

د کابل ښار د کمپنۍ سیمې اوسېدونکی سعید احمد چې په یوه خصوصي اداره کې دنده لري، وایي چې له تېرو څو میاشتو راهیسې د کرونا ویروس له امله له کوره کار کوي.

هغه وایي چې له تېرو څو ورځو راهیسې د برېښنا پرچاوي زیاته شوې او دی یې دې ته اړ کړی چې په دې کرونایي حالت کې بېرته دفتر ته ولاړ شي او له هغه ځایه کار وکړي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.