ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

مُحب: پر کونړ د پاکستان بریدونه بې ځوابه نه پرېږدو

مُحب: پر کونړ د پاکستان بریدونه بې ځوابه نه پرېږدو

author avatar
21 Jul 2020 - 11:26
مُحب: پر کونړ د پاکستان بریدونه بې ځوابه نه پرېږدو
author avatar
21 Jul 2020 - 11:26

اسعد اباد (پژواک، ۳۱ چنګاښ ۹۹): د افغانستان د ملي امنيت سلاکار وايي، د ډیورنډ فرضي کرښې پر دې غاړه چاته د تاسيساتو جوړولواجازه نه ورکوي او نه به يې راکټي بریدونه بې ځوابه پاتې شي.

نوموړي دغه څرګندونې په داسې حال کې کړې چې له تېرو څو ورځو راهیسې پاکستاني خواکونه پر کونړ راکټي بریدونه کوي چې له امله یې خلکو ته مالي او ځاني زیانونه اوښتي دي.

د ملي امنیت سلاکار حمدالله محب چې ورسره د هېواد د کورنیو چارو وزیر مسعود اندرابي او د ملي امنیت لوی رییس هم ملتیا کوي، نن سهار کونړ ولایت ته ورسېد.

هغه د خپل سفر پر مهال په سرکاڼو ولسوالۍ کې له هغو سیمو او کورونو هم لیدنه وکړه چې د پاکستان په راکټي بریدونو زیانمن شوي وو.

مُحب هلته خلکو ته ویلي، دښمن د طالبانو او نورو ترهګرو ډلو په مرسته غواړي چې د ډیورنډ فرضي کرښې پر دې غاړه پوستې او تاسیسات جوړکړي، خو په خبره یې،هغه باید پوه شي چې نه یې تاسیساتو جوړولو ته اجازه ورکول کېږي او نه یې راکټي بریدونه بې ځوابه پاتې کېږي.

د ملي امنیت سلاکار د یادې کورنۍ غړو او ددې ولسوالۍ له مشرانو سره غم شریکي وکړه، ددې پېښې وژل شوو ته یې فردوس جنت او زخمیانو ته یې د عاجلې شفا دعا وکړه.

هغه له خلکو مننه وکړه چې له افغان ملي امنیتي او دفاعي ځواکونو سره یې په ګډه د دښمن د شومو اهدافو او پلانونو مخه نیولې او د هېواد د ځمکنۍ بشپړتیا لپاره قرباني ورکړې ده.

مُحب له همدې کوره پر طالبانو، په ځانکړې توګه د هغوی پر مشرانو غږ وکړ چې د پردیو د ګټو لپاره د خپلو خلکو وژنه ودروي او پر ځای یې له خپلو خلکو او امنیتي او دفاعي ځواکونو سره په ګډه د افغانستان د دښمنانو خلاف مبارزه پیل کړي.

همداراز د کونړ د ولسونو استازو او د همدې کورنۍ غړو وویل چې دوی به د خپل کور، خاورې او خلکو او همداراز د ځمکنۍ بشپړتیا د ساتنې لپاره خپلو هڅو او سرښندونو ته دوام ورکوي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.