ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

کندهار کې ۷ پولیس وژل شوي

کندهار کې ۷ پولیس وژل شوي

author avatar
21 Jul 2020 - 21:20
کندهار کې ۷ پولیس وژل شوي
author avatar
21 Jul 2020 - 21:20

کندهار (پژواک، ۳۱ چنګاښ ۹۹): د کندهار په تخته پل ولسوالۍ کې د پولیسو پر یوې امنیتي پوستې د وسله والو طالبانو په برید کې ۷ پولیس وژل شوي او ۱ بل ټپي شوی دی.

د کندهار د امنیې قوماندانۍ ویاند جمال ناصر بارکزي پژواک خبري اژانس ته وویل، وسله والو طالبانو نن له غرمې وروسته د تخته پل ولسوالۍ په ملید سیمه کې د پولیسو پر یوې امنیتي پوستې برید کړی دی.

هغه زیاته کړه، د دواړو لورو تر منځ درنه جګړه شوې چې پر مهال یې ۷ پولیس وژل شوي او ۱ بل ټپي شوی دی.

دی وايي، په دې جګړه کې وسله والو طالبانو ته هم مرګ ژوبله اوښتې ده خو شمېر یې معلوم نه دی.

خو د ولسوالې یوې امنیتي سرچینې پژواک خبري اژانس ته وویل چې وسله والو دغه برید د خپلو نفوذي کسانو په وسیله کړی دی.

سرچینه  زیاتوي، د وسله والو طالبانو نفوذي کسانو لومړی پولیس نشه کړي او وروسته یې برید ورباندې کړی دی.

د دغې سرچنې په خبره، په دې برید کې ۱۱ پولیس وژل شوي او یو بل ټپي شوی دی.

په تخته پل ولسوالۍ کې دغه برید داسې مهال کېږي چې تېره شپه په همدې سیمه کې وسله والو پر همدې امنیتي پوسته برید کړی و چې په مخامخ نښته کې ۵ وسله وال وژلي شوي وو، وروسته پرې بهرنیو ځواکونو هوايي برید کړی و چې پر مهال یې ۲۰ نور وسله وال وژل شوي وو.

که څه هم وسله وال طالبانو په اړه څه نه دي ویلي خو په دې وروستیو کې يې په کندهار کې خپل بریدونه ډېر کړي دي.

تخته پُل ولسوالي د کندهار- سپين بولدک پر لويه لاره له کندهار ښار څخه ٤٥ کيلو متره لرې پرته ده چې د دې ولایت له امن لرونکو ولسوالیو ګڼل کېږي.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.