ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د کندهار سوداګرو تر اتو ورځو وروسته خپل پرلت پای ته ورساوه

د کندهار سوداګرو تر اتو ورځو وروسته خپل پرلت پای ته ورساوه

author avatar
22 Jul 2020 - 17:47
د کندهار سوداګرو تر اتو ورځو وروسته خپل پرلت پای ته ورساوه
author avatar
22 Jul 2020 - 17:47

کندهار (پژواک، ۱ زمری ۹۹): وروسته له هغه چې د مالیې وزارت او سوداګرۍ خونې ګډ پلاوی کندهار ته راغی، د دې ولایت سوداګرو د ګمرک ریاست مخې ته پیل کړی پرلت پای ته ورساوه.

د کندهار سلګونو سوداګرو له تېرو ۸ ورځو راهیسې د منظور احمد په نوم د یوه کمېشنکار او سوداګر له وهلو وروسته د ګمرک ریاست مخې ته پرلت پیل کړی و.

هغوی د دې ادارې د رییس د بدلون او خپلو ستونزو د حل غوښتنه کوله.

سوداګرو ویل، د ګمرک رییس سوداګرو ته ستونزې جوړوي او د هغوی په سوداګریزو توکو بار کانټينرونه په ورځو ورځو دروي چې د دغو قیوداتو په وجه سوداګر زیانمن شوي او په بازارونو کې د خوراکي توکو بیې لوړې شوې دي.

دوی دغه راز د هرات په تورغونډۍ کې د سوداګرو د زرګونو کانټینټرونو د خوشې کېدو غوښتنه هم کوله چې د موټرونو پرزې په کې بار دي او له میاشتو راهیسې درول شوي دي.

د مالیې وزارت او سوداګرۍ خونې ګډ پلاوی چې تېره ورځ د دغې ستونزې د حل په موخه کندهار ته راغلی و، تېره ورځ یې د موضوع د څېړنې په موخه د ولایتي شورا په تالار کې د شورا له غړو سره ولیدل او نن یې د پرلت په خېمه کې له متعرضو سوداګرو سره ولیدل.

د کندهار د ولایتي شورا رییس حاجي سید جان خاکرېزوال پژواک اژانس ته وویل، له پلاوي سره یې د سوداګرو ټولې ستونزې شریکې کړي او هغوی موضوع په هراړخیزه توګه څېړلې ده.

ده وویل، راغلي پلاوي د کندهار د سوداګرو د ستونزو د حل ژمنه کړې او ټول جریان به د مالیې له وزیر سره شریکوي.

ده له سوداګرو مننه وکړه چې د دوی منځګړتوب یې ومانه او پرلت یې پای ته ورساوه.

د کندهار د سوداګرۍ خونې مرستیال محمد ولي هوتک د سوداګرو په استازولۍ وویل، د دې ولایت سوداګر له مالیې ورکولو تېښته نه کوي، بلکې په دې برخه کې د ځینو اسانتیاوو او شته ستونزو د حل غوښتنه کوي.

ده هم ډاډ ورکړ چې راغلي پلاوي د سوداګرو ستونزې اورېدلي او د هغوی د مشروع غوښتنو د پوره کولو ډاډ یې ورکړی دی.

له مرکز څخه د راغلي ګډ پلاوي په استازولۍ د افغانستان سوداګرۍ او پانګونې خونې د مدیره پلاوي لومړي مرستیال محمد یونس مومند وویل، د ټولو سوداګرو ستونزو ته به رسیدګي کېږي او په قانوني توګه به حل کېږي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.